یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېافغان سوله او تاریخي کندهار| سردار محمد همدرد

افغان سوله او تاریخي کندهار| سردار محمد همدرد

د اچې دافغانستان په سیاسي قاموس کې کندهار خاص ځای لري ځو ورڅې مخکې ولسمشر اشرف غني تاریخي کندهار ته د خپل سفر پرمهال د قندهار مشرانوته په غونډه کې داسې وویل: چې طالبان دې زما سره دخبرو لپاره یا په خرقه شریفه کې او یا د میرویس نیکه او احمد شاه بابا په زیارت کې راسره خبروته کښېني, دا چې دافغانستان سوله هم افغانان او هم نړیوالوته مهمه ده دسولې لپاره اوسنی فرصت تارېخي دی که دا فرصت هر څوک له لاسه ورکړي دابه د تاریخ نه بخښونکې کړنه وي.

یوه مشهوره معقوله ده سوله دهوسی په ښکر کې ده هنر غواړي، غواړم چې په عادلانه د خصومت او احساساتو نه خلاص د خپل مظلوم وطن په خاطر دسولې په اړه باندې پراته واقیعتونه ووایم: افغانان د نړی تر ټولو اوږده جګړه تېروي دلته اوس د افغانستان په سوله کې ټول اړخونه مسئولیتونه لري, ټول اړخونه باید مسئولانه چلند وکړي.

دافغانستان قضیه نړیوال بعد له ځان سره لري امریکا ددې جګړې دوام د امریکا په خېر نه بولي په امریکا کې که هر حکومت او هره ډله وي څومره چې ژر داجګړه ختمه کړي دځان او امریکا لپاره یی ابتکار بولې, مخکې ولسمشر ټرمپ دسولې دجګړې د ختمولو لپاره نهایي کوښښونه وکړل اوسنی ولسمشر جوبايډن هم دافغانستان جنګ او سوله دځان لپاره غټ کار بولي او ددې جګړې ختمول, له افغانستان څخه دامریکایي عسکرو وتل خپل مسئولیت ګڼي, یوه یادونه ضروري ده ما په خپلو دوو مقالو کې د خلیلزاد مأموریت او د بني سیوان اشتباهات یاد کړيوو, خلیلزاد ماموریت تراوسه پورې بریالی ښکاري, په ځینو برخوکې شاید ستونزې هم ولري خو دی باید په خپل ماموریت کې یو څه وضاحتونه هم رامنځته کړي. داچې امریکا د ناټو په چوکاټ کې دیو لوی مالي او نظامي قوت سره داجګړه مناسبه نه بولي نو په نړی کې هیڅ یو قوت نه شي کولی چې ددې جګړې تمویل وکړي, په دا وروستیو کې دکرونا الهي عذاب ټوله نړی له ننګونو سره مخ کړېده حالات داسې دي چې ټوله نړی امن ته ضرورت لري په دې امن کې امریکا باید تر هرچا ډېره قرباني ورکړی.

اصلً په افغانستان کې دجنګ منطق ختم شوی دی. دافغانستان سوله دمنطقې او نړی دثبات په معنا ده, اوس ددې وخت را رسېدلی دی چې داسوله باید یقېني شي, ددې سولې لپاره بین المللي اجماع رامنځته شوې ده متأسفانه په سیمه ایزه او داخلي اجماع کې ستونزې لرو, په سیمه ایزه اجماع کې دا اوس موږ دپاکستان,ایران او هندوستان د منفي سیالیو او بې ځایه رقابتونو قرباني یو ترڅو چې داهېوادونه دافغانستان په اړه په خپلو منفي سراتیژیو کې تغیر رانه ولي ددایمي سولې هیله نه شو کولی. دا اوس پاکستان او هند د خپلو منفي رقابتونو لپاره افغانستان دلوبې میدان ګرزولی دی, دا واقیعت دی چې افغانستان دآسیا زړه دی دافغانستان امن اول ګاونډیانو او بیا سیمې ته ګټور دی. په کور دننه اجماع دافغانستان ملت لري دافغانستان ملت سوله غواړی ځیني سیاسيون او دخپلو شخصي ګټو پالونکي دسولې په وړاندې خنډ دي, داخلګ داولس په منځ کې ځای نه لري, که یي د بېروني ملاتړ اړیکه وشلیږي په خپله خنثی کیږي.
ترټولو مهمه داده چې په حیث دافغانانو زموږ مسئولیت تر هرچا ډیر دی, خبره مې دولسمشر اشرف غني کوله نړیوال هم وایي چې اشرف غني اوهغه ته نږدې کسان په سوله کې خنډ جوړوي او بله دا چي د جرگو کور تاريخي کندهار ارزښتونه هم د غني په دوره کي سپک سول بیا هم وایو تور او سپین معلوم دي, ولسمشر ته په کار ده چې د سولې لپاره اراده سمه کړي د احساساتي او ارماني خبرو دې تېر شي سولې ته دې خپله اراده او طرحه د ولس په مخ کې کیږ دي, زه ده ته دیو خواخوږي په حیث مشوره ورکوم چې څومره سولې ته قرباني ورکړې هغومره به دافغانانو په زړونو کې بایللی ځای پیدا کړې. طالب مشرانو څخه مو هم هیله داده چې دوی باید هم زړې تجربې تکرار نه کړي د ګټلو او زور په فکر پر افغانانو په زور هرڅه ونه تپي, ټول باید په ګډه د عادلانه اسلامي آزاد افغانستان لپاره په ګډه دافغانستان د جوړلو لپاره کار وکړو.

داوطن څلویښت کاله خراب شوی بنسټونه په کښې له منځه تللی په خارج او داخل کې چې کوم افغان متخصصین او ملي شخصیتونه دي دافغانستان د اعمار مجدد لپاره باید سره مشورې وکړو دافغانستان د بیا آبادی ملي وحدت لپاره دافغانانو په حیث ګډ کار وکړو. دافغانستان سوله ییز بدلون بنسټ چې مشري یي ښاغلی ډاکتر فاروق اعظم کوي په کور دننه دسولې لومړی بنسټ دی, نوموړي بنسټ دمجاهدینو دخپل منځي شخړو دحل په موخه دسولې او پخلاینې لپاره کار کاوه.

دا بنسټ د موجوده نظام او طالبانو تر منځ دسولې منځګړیتوب کوي شا اوخوا یو کال مخکې زما او د ځینو نورو دوستانو په مخکې پخواني ولسمشر حامد کرزي ته دیاد بنسټ مشر ډاکتر فاروق اعظم وویل: چې په ۲۰۰۹م کې مې تاسو ته یادونه کړې وه چې دا جګړه ګټونکی نه لري, طالبانو سره مې هم خبرې کړي دي راځی چې دسولې زمینه برابره کړو او دې وطن ته سوله راولو.

ددې بنسټ د تحقیقاتی انسټیټیوت برخه دافغانستان داوسنی معضلې لپاره د یو بې طرفه او منځګړي اورګان په حیث چې په دا وروستیو کې دافغانستان دشاو خوا ۲۷ سیاسي احزابو, علمايي کرامو دافغانستان ۸ زونونو, قومي شوراګانو, مېرمنو, مدني ټولنو, مذهبي لږکیو, اقلیتونو او دټولنې له بېلابېلو اقشارو سره مشورې کړي دي او هم یي دبېلابیلو ادارو احزابو او سیاسي شخصیتونو څخه شاوخوا ۱۸ د سولې طرحې راټولې کړي او دټولو نظریات مو راخیستي , ددې ترڅنګ د ملګرو ملتونو, دنړی دلویو قووتونو دافغانستان په مسایلو کې دخیلو هیوادونو, ګاونډیانو, حکومت او طالبانو سره د نژدې ناستې ولاړې کړي دي. موږ دسولې بحث عادي نه بولو مهمه داده چې سوله څنګه پایداره کېدلی شي شته چالشونه او مشکلات څنګه حل کېدای شي او دحل لارې چارې څنګه ورته پیدا کولی شو.

موږ د اوسنی معضلې دحل لپاره دافغان سولې دآسیا زړه نړیوال کنفرانس لازم بولو, په خارج او بهر کې دټولو اهل نظر او خواخوږو افغانانو څخه احترامانه هیله کوو چې ددې کنفرانس لپاره خپل عالي نظریات شریک کړي. داچې دافغانستان دسولې کار دګوند, بنسټ, ټولنې, سمت اویو مشخص قوم تر توان لوړ دی, دافغانستان سوله ییز بدلون بنسټ ددې کنفرانس په عملي کولو کې دټولو طرفونو څخه د یو متخصص او متعهد ټیم جوړول لازمي بولي.

1 COMMENT

  1. همدرد سیب سلامونه
    کشکی مو د ارتباط انترنټی پته لیکلی وای چه خواهشکونکی تماس ونیسی او یا خپلی نظریی ورولیږی.
    تراوسه داسی ښکاری چه امریکا خپله ناکامی نه منی او له چل او درغلی نه کار اخلی. له یوی خوا هغه خپل ټولو عسکرو ته د وتلو اجازه نه ورکوی او له بلی خوا د ناتو له دربچی د لاپو او شافو ناری وهی. اشرف غنی په دی برخه کی د ناتو دربچو ته غوږ نیسی او هره ورځ یوه نوی نخره او بهانه جوړه وی. هغوی پوهیږی چه تالبان د ځینی مسایلو سره اساسی اختلاف لری بیاهم اشرف غنی هغه د خپل خان لپاره د اسراییلو غوندی سور خط بولی.
    په پورتنی دلیل په بین الافغانی تفاهم ولاړه سوله به نه د امریکایانو لپاره مهمه وی او نه داشرف غنی لپاره. بین الافغانی سوله کیدای تالبان ومنی خو دولت به یی رده کړی. که دولت خپله تیاری وښیی بیا هم کیدای سی د عراق په توګه یوه وضعه راسی چه حکومت او ملت به امریکایان نه غواړی خو دتوپ اوتیاری په زور به امریکایان بیا هم پاتی وی.
    دا چه بایدین هیجمونیست امریکایی دی، دسولی امکانات کم لیدل کیږی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب