Homeخبرونهد امریکا سرپرست دفاع وزیر کابل ته راغی

د امریکا سرپرست دفاع وزیر کابل ته راغی

تاند(سې شنبه، د جدي ۲) د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کریسټوفر میلر په نااعلان شوي سفر نن کابل ته راغی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو تر وتلو مخکې له افغان چارواکو سره وویني.

پنتاګون وویل، میلر د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر سره وکتل.

کابل ته د کریسټوفر میلر دا سفر په یوه اوونۍ کې افغانستان ته د دوهم امریکايي چارواکي سفر دی.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا لوی درستیز مارک میلي په کابل کې له افغان چارواکو سره د طالبانو د زیاتېدونکو حملو په اړه خبرې وکړې.

کریسټوفر میلر د ولسمشر ټرمپ له لوري ګومارل شوی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو بهیر تروسه وسه چټک کړي.

میلر یو له هغو کسانو څخه دی چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ژر وتلو کلک پلوی دی.

ډونالډ ټرمپ میلر ته دنده سپارلې چې د جنورۍ تر نیمايي پورې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم کړي.

امریکايي رسنۍ وايي چې اوس په افغانستان کې د دغه هیواد د پوځیانو شمېر شاوخوا ۴ زره دی.

د امریکا او طالبانو د فبرورۍ د ۲۹ نېټې د موافقې پر اساس امریکايي پوځیان باید د ۲۰۲۱ تر مې میاشتې له افغانستانه ووځي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...