جمعه, مې 17, 2024
Home+د نړۍ د څو مشهورو څېرو ویناوې

د نړۍ د څو مشهورو څېرو ویناوې

راټولوونکی او ترتیب: احمد طارق خلیلي
۱-ابراهام نیکولن:
د امریکا شپاړسم ولسمشر دی، په ۱۸۰۹م کال کې په یوه غریبه کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۸۶۵م کال کې د(جان ویکلزبوت) په نوم یو سړي په ناخبرۍ کې وویشته.

«لږ تر لږه ټول خلک کولای شي، د فلاکتونو(ستونزو) او مصیبتونو په مقابل کې پایښت وکړي، خو هر کله چې غواړې د یو انسان شخصیت او کرکټر وه ازمویې، صلاحیت او امتیاز ورکړه.»
«هغه انسان ته چې تر پرون نه نن نه وي هوښیار شوی، ارزښت نه ورکوم.»

۲-مصطفی کمال اتاترک:
د ترکیې په معاصر تاریخ کې تر ټولو مشهور سیاسي شخصیت دی.
په ۱۸۸۰م کال کې د ترکیې په(سالونیک)ښار کې وزېږېده، او په ۱۹۳۸م کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
«راتلونکی د هغه چا دی، چې هیله یې لري.»
«په جهل او ناپوهۍ باندې یوازې اعتراف کافي نه دی، د هغو جبرانول لازم دي.»

۳-اُسامه بن لادن:
د القاعده شبکې مشر او د آمریکا له مشهورو مخالفینو څخه شمېرل کېده.
په ۱۹۵۷م کال کې د سعودي عربستان په ریاض کې زېږېدلی دی، د مړینې په هکله یې تر اوسه کره مالومات نشته دی.
«انسان باید په ښوونځي کې نه، په ژوند کې اولنمره وي.»
«خلک د خپلو کارنامو له امله یادېږي، مال، شتمني، سوداګري او کاروبار، انسان په تاریخ کې نه شي را ژوندی کېدلی.»

۴-جنرال ډېوېډ اېزونهاور:
د آمریکا څلوردېرشم ولسمشر دی.
«تر څو چې ژوندی یې، د ځمکې پر مخ هیله او اُمید شته او تر څو چې هیله او اُمید شته، رقابت او سیالي هم شته.»
«له فرصت څخه د استفادې په موخه درې شیان سخت ضروري دي: سرعت، دقت او تجربه.»

۵-بسمارک:
د جرمني هېواد یو مشهور سیاستوال او دیپلومات وه.
په ۱۸۱۵م کال کې د المان(جرمني) په یوه شاهي کورنۍ کې وزېږېده، او په ۱۸۹۸م کال کې له دې نړۍ وکوچېده.
«سیاست یعنې له هر چا سره په خپله ژبه غږېدل او د هغوي توجه(پام) او محبت جلبول.»
«د دښمنانو د دفع کولو لپاره بهترینه وسله د دوستانو ډېروالی دی.»
«له ټولو سره په احترام مخ کېږه، حتی له دښمنانو سره دې هم.»

۶-جواهر لعل نهرو:
د هندوستان مشهور سیاستوال او مؤرخ دی.
په ۱۸۸۹م کال کې د هند په(آلله آباد) کې زېږېدلی دی، او په ۱۹۶۴م کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي.
«پر دېوال د راځړېدلي تصویر بدلول، د تاریخ د بدلېدلو معنا نه لري.»
«اوبه تر هغه وخته پورې چې روانې او په حرکت کې وي، پاکې او صفا وي؛ که چېرې ودرېږي، نو ورو ورو ناپاکه کېږي او خوسا کېږي؛ د انسان او ملت ژوند هم همدغسې دی.»
«له هېچا د درناوي طمع(هیله) مه لره، ځکه هغه درناوی چې تاته په خپله خوښه لري ډېر خوند کوي.»

۷-ونسټن چرچیل:
د بریتانیا د نولسمې پیړۍ سیاستوال او لیکوال وه.
په ۱۸۷۴م کال کې یې د(بلن هایم) په سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۹۶۵م کال کې له دې نړۍ څخه وکوچېده.
«د ژوند تر ټولو لوی درس دا دی، چې کله کله ناپوهان هم سمه خبره کوي.»
«له مخالفت څخه مه وېرېږه، بادبان یوازې هغه وخت پورته ځي، چې له باد سره په مخالف لوري واقع شي.»
«کوښښ باید له قهرمانانو زده کړو، ځکه دوی تر هغو پورې ماتې خوري، ترڅو قهرمان شي.»

۸-ارنستو چېګوارا:
چېګوارا په ۱۹۲۸ م کال په ارجنټاین(روساریو) په ښار کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، په ۱۹۶۷م کال کې په مرګ محکوم شو.
«که چېرته ته د هرې بې انصافۍ پر وړاندې، په لړزه راځې. په دې پوه شه… زما ملګری یې.»
«څه شي چې له لاسه ځي، پرېږده چې لاړ شي! څه چې په طمع او تماس ککړ وي نه یې غواړم، هر څه چې وې… حتی ژوند هم!.»
«په خپله ووسه، که د چا خوښه نه وه، فرق نه کوي، دلته څه د مجسمې جوړونې کارخانه نه ده.»
«د آزادۍ په احترام مې یوه دقیقه سکوت وکړ، خوب ویوړم!.»

۹-ویلیام فریدریش هِګل:
د جرمني د اتلسمې او نولسمې میلادي پېړۍ پېژندل شوی فیلسوف دی.
په ۱۷۷۰م کال د المان په(شتوتګارټ) کې زېږېدلی دی، او په ۱۸۳۱م کال له دې نړۍ څخه وکوچېد.
«یواځنی څوک چې نه له دنیا خیر وړي او نه د دنیا خلکو ته خیر رسوي، هغه بخیل سړی دی.»
«بیړه او عجله په هر کار کې ناسمه ده، خو د یو شي یا یو چا په قضاوت کې بېخې ناسمه ده.»
«کوم څه چې حقیقي وي، عقلاني دي او کوم څه چې عقلاني وي، حقیقي هم دي.»

۱۰-هربرټ سپنسر:
د انګلستان د نولسمې پېړۍ له سترو فیلسوفانو څخه وه.
په ۱۸۲۰م کال کې د انګلستان په(ډربي) کې وزېږېد،او په ۱۹۰۳م کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
«شجاعت(بهادري) د مټو په زور کې نه، بلکې د عزم او ارادې په کلکوالي کې دی.»
«د بې کاره انسان په زړه کې شیطان ناست وي.»
«که تېر ژوند ته فکر وکړو، نو معلومه به شي، چې څومره ښکلي وختونه مو له لاسه ورکړي دي.»
«نوی فکر، ډېر ظریف او حساس وي؛ په یوه کوچنۍ کنایه او طعنه یې سخت ټپي کوي، او په یوه پسخند سره مري.»

۱۱-خان عبدالغفار خان:
د شلمې پېړۍ لوی مبارز او د عدم تشدد د فلسفې علمبرادره سیاسي څېره وه.
په ۱۸۹۰م کال کې د پېښور د(هشنغر) د پښتنو خانانو په یوه مشهوره کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۹۸۹م کال کې د لیډي ریډنګ په رغتون کې یې له دې نړۍ سترګې د تل لپاره پټې کړې.
«عدم تشدد به د ګاندي اصول وي، خو زما ایمان دی.!»
«اختلاف په خدمت کې نه وي، اختلاف له خودغرضۍ نه پیدا کېږي.»
«ما دغه بدنصیبه قوم ته کتل، اول خو د دوی د خدمت څو نه وي، که یو نیم پیدا هم شي، نو څوک د خدمت موقع نه ورکوي.»
«په مذهب خبر کول، تقریرونه کول، فضائل بیانول اسانه کار دی، هر څوک یې کولای شي، خو په مذخب عمل او هغه لومړی له ځان نه شروع کول یې، ډېر مشکل دي.»

۱۲-سیدجمال الدین افغان:
د افغانستان او اسلامي نړۍ وتلی عالم او ټولنیز احیاګر ګڼل کېږي.
په ۱۸۳۸م کال کې د کنړ په(شیرګړ) کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۸۷۹م کال کې د نامالومو عواملو له آمله په حق ورسېده.»
«ناپوه مه وژنئ، ناپوهي یې ووژنئ.»
«له اخلاقو پرته ملت نشته، له عقیدې پرته اخلاق نشته او له پوهې پرته عقیده نشته.!»
«ریښتنی درناوی باید له پیغمبر صلی الله علیه وسلم نه زده کړو، ځکه هغه ماشومانو ته هم درناوی کاوه.»

۱۳-سید قطب:
د اسلامي نړۍ وتلی سیاسي مبارز، اسلامپوه او تکړه لیکوال دی.
په ۱۹۰۶م کال کې د مصر په(اسیوط) سیمه کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۹۶۶م کال کې په اعدام ورسېده.
«د دنیا ژوند او د هغو ښې او بدې، بری او ماتې، د انسان لپاره فیصله کوونکي حیثیت نه لري. دا هغه متاع نه نه ده، چې د ګټې او زیان وروستی حساب وښیي… د الله ج د پرېکړې په تله کې اصلي درنښت د عقېدې دی. د هغه لپاره یواځې د ایمان متاع ارزښت لري. د بري لوړ معیار دا دی، چې روح پر ماده بری ومومي او عقیده پر رنځ او مهنت باندې او د ازمېښت پر وخت بری د ایمان په برخه شي.»

۱۴-فېډل کاسترو:
د کېوبا هېواد وتلی انقلابي سیاستوال دی، دکمونست ګوند رهبر او د دغه هېواد ولسمشر وه.
په ۱۹۲۶م کال کې د کېوبا په(اورېنته) ولایت کې زېږېدلی دی.
«دا حیرانوونکې ده، ده چې سړی فکر وکړي، چې آزادي او شرافت را نیول کېدونکي څېزونه دي.»

۱۵-بېنجامین فرانکلین:
څېړونکو ورته د نوي عصر د سقراط نوم ورکړی دی.
په ۱۷۰۶م کال د باسټن په ښار کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، او په ۱۷۹۰م کال کې له دې نړۍ وکوچېده.
«هغه څه چې په غوصه پیل شي، په شرم پای ته رسیږي.»
«نېک کار کول په لومړي سر کې ستونزمن وي، خو په پای کې آسان او د خوښۍ وړ ګرځي. مګر بد کار په لومړي سر کې اسانه وي، خو وروسته خواشېنوونکی وي.»
«آستفاده کوونکی ملګری لکه سیوری تر لمر لوېدو پورې ستا په څنګ کې وي.»
«شتمني دا نه ده، چې له تا سره ده، بلکې شتمنې هغه څه ده چې ته ورسره خوشاله یې.»

۱۶-مهاتما ګاندي:
د هند د آزادۍ ستر مبارز، ملي رهبر او د عدم تشدد د سیاسي نظریې او مبارزې بنسټګر وه.
په ۱۸۶۹م کال کې یې د هند په ګجرات آیالت کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۹۴۸م کال کې یو آفراطي هندو په توفنګچې وویشته.
«د یرغل په وړاندې یرغل، د وینې تویولو په وړاندې وینه تویول او د دښمنۍ پر وړاندې دښمني، نړۍ ړندوي.»
«زه تر دې بله لویه ګنا نه پېژنم، چې بېګانه کسان د خدای په نامه ځورول کېږي.»
«د دې لپاره چې کږم ځای ته نه یې رسېدلی، باید په داسې لاره ورشې، چې تر اوسه پرې نه یې تللی.»
«که په جګړو کې د مشرانو او شتمنو زامن ومري، جګړه به نور ونه وینئ.»

۱۷-لینین:
ولادیمیر ایلیچ اولیانوف چې اوس وخت کې یې خلک د لینین په نوم باندې پېژني.
په ۱۸۷۰م کال کې د روسیې په دسیمبرک کې وزېږېده، او په ۱۹۲۲م کال کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
«د کمونېزم له حزب(ډله) پرته باید بل حزب موجود نه وي، مګر په زندان کې.»

۱۸-مارتین لوترګېنګ:
د شلمې پېړۍ د مدني حقوقو د خوځښت رهبر، ملي سیاستوال او په امریکا کې د نژادي تبعیض پر وړاندې مبارز.
په ۱۹۲۹م کال کې د امریکا په جورجیا آیالت کې یې سترګې پرانستې، او په ۱۹۶۸م کال له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
«زموږ د ژوند پای، هغه وخت پیل کېږي، چې د مهمو مسائلو په وړاندې غلي پاتې شو.»
«په آخر کې موږ د دښمنانو خبرې له یاده باسو، خو د دوستانو چوپتیا هېڅکله نه!»
«موږ په آسمان کې د مرغانو او په سمندر د کبانو(ماهیانو) په څېر تګ زده کولی شو، خو له یو بل سره د آرامه ژوند کولو هنر نه شو زده کولی.!»
«تاسې ته وایم، که چېرې کوم انسان هغه څه په لای را نه وړي، چې په هغه پسې یې ځان بایللی وي، د ژوندي اوسېدلو وړ نه دی.»

۱۹-مائو تسه تونګ:
په چین کې د کمونېست ګوند واک ته ورسوه.
په ۱۸۹۳م کال کې د چین په هونان کې یې دې نړۍ ته سترګې وغړولې، او په ۱۹۷۶م کال کې مړ شو.
«زاړه پلوي او نوښت(ابتکار) ضده خلک، له کاغذي پړانګانو پرته بل څه نه دي.!»
«قدرت(واک) د ټوپک له شپېلۍ څخه زېږېدلی دی.»

۲۰-ډګروال معمر قذافي:
په ۱۹۴۳م کال کې د لېبیا په یوه کوچیانۍ کورنۍ کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۲۰۱۱م کال کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
«آمریکا چې کوم خواړه برابروي، هغې ته روسیه اور بلوي، اروپایي هېوادونه یې بېرته سړوي، اسرائیل یې خوري او عربي هېوادونه یې ککړ شوي لوښي وینځي.»

۲۱-آډولف هېټلر:
په ۱۸۸۹م کال کې د اتریش په(برانو) ښار کې دې نړۍ ته راغی، او په زهرو سره یې خپل ژوند ته د پای ټکی کېښود.
«د نړۍ په دوو قومونو هېڅکله اعتبار مه کوئ، یهود او بني اسرائیل.»
«هغه افتخار چې په زور او سرښندنو مو لاسته راوړی دی، نو په غفلت یې له لاسه مه ورکوه.»
«کله چې د شا له خوا ولګېدې، نو پوه شه چې مخکې روان یې.!»
«هغه اوښکې چې له هرې ماتې وروسته یې تویوې، په واقعیت کې هماغه خولې دي، چې د بریا لپاره مو نه دي توي کړي.»

۲۲-نېلسن منډېلا:
د نړۍ په مشهورو سیاسي شخصیتونو کې راځي.
په ۱۹۱۸م کال کې په(متاتا) سیمه کې یې دې نړۍ ته سترګې پرانستې، او په ۱۳۹۲هـ کال کې له دې نړۍ وکوچېده.
«زموږ مبارزې باید د راتلونکي لپاره وي، نه د ماضي لپاره.!»
«بې وزلي او فقر د خیرات په وسیله نه، د انصاف په وسیله له منځه تللی شي.»
«د یو کس شخصیت، کړه وړه، منځګړیتوب تر هغې روښانه نه وي، چې واک ته ړنه رسیږي، حکومت ونه کړي او قانون تطبیق نه شي.»
«ما غوښتل، نه یوازې د خلکو په منځ کې، بلکې د خلکو غوندې ژوند وکړم.»
«په خپلو شکونو باور مه کوه او په خپلو باورونو شک.!»

۲۳-ناپلیون بناپارت:
د فرانسې د اتلسمې او نولسمې پېړۍ امپراتور و.
په ۱۷۶۹م کال کې په(ایاچو) سیمه کې وزېږېده، او په ۱۸۲۱م کال کې یې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
«یوه ورځ له افتخار، غوغا او شهرت نه ډک ژوند، تر سل کاله ورک نومه ژوند غوره دی.»
«که چېرته کوم انسان ته موقع ورنه کړل شي، یوازې وړتیا د هغه په پرمختګ کې هېڅ رول نه لري.»
«له ماتې څخه وېره، شکست او ماتې راولي.»
«تر ټولو غریب خلک هغه دي، چې نا امیده وي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب