شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهملا برادر اخوند د افغان حکومت په مشوره پاکستان ته سفر کړی

ملا برادر اخوند د افغان حکومت په مشوره پاکستان ته سفر کړی

تاند (چهارشنبه د قوس ۲۶) د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلام اباد ته د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر اخوند او ورسره مل پلاوي سفر له افغان حکومت سره په مشوره شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، دغه سفر د پاکستاني چارواکو په رسمي بلنه او افغانستان ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په پایله کې د افغان حکومت سره تر سلا مشورو وروسته تر سره شوی او هیله لري چې د سولې پروسې سره به مرسته وکړي.

بیان زیاتوي، دا سفر په افغانستان کې د ملي روغې جوړې او د سولې بهیر د پیاوړتیا د هڅو په درشل کې شوی، چې افغان حکومت یې ستاینه کوي او هیله لري چې هدف ته د رسېدو په برخه کې عملي ګامونه واخیستل شي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، افغان دولت د افغان ملت برحقه غوښتنې چې ژر تر ژره د تاوتریخوالي کمېدل، اوربند او د خبرو له لارې تلپاتې سولې ته رسېدل دي له پاکستاني چارواکو سره شریکې کړي دي.

په بیان کې وړاندې راغلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې راتلو په لار کې د پاکستاني حکومت هڅې ستایي او قدرداني یې کوي.

د طالبانو سیاسي دفتر تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک سه شنبه ماخوستن پر خپل ټوټېر اسلام اباد ته د طالب پلاوي د سفر جزیات شریک کړل.

https://taand.net/%d8%af-%d8%a7%d9%81%d8%ba%d8%a7%d9%86-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90-%d9%84%d9%be%d8%a7%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d8%ad%da%a9%d9%88%d9%85%d8%aa-%d9%be%d9%84%d8%a7%d9%88%db%8c-%da%a9%d8%a7%d8%a8%d9%84-%d8%ae%d9%88/

پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په ټولنیزو رسنیو کې له پراخ غبرګون سره مخامخ شوی دی.

د ټولنیزو رسنیو ډېرو افغان کارنو پر خپلو لیکنو کې د طالبانو پر سیاسي مشر ملابرادر او ورسره پلاوي نیوکې کړي او ویلي یې دي چې طالبان باید د اسلام اباد پر ځای کابل ته سفر وکړي او دلته دې له افغان حکومت سره د جګړې پر ختمولو او سولې راوستلو بحثونه ولري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب