شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد کورونا د مخنيوي په خاطر جوماتونو کې د فاتحې پر مراسمو...

د کورونا د مخنيوي په خاطر جوماتونو کې د فاتحې پر مراسمو بنديز ولګېده

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۲۶) د افغانستان دحج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ویلي چې، هېوادوال دې د کورونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنې په جدي توګه مراعات کړي.

حليمي دغه راز ټولو جوماتونو ته سپارښتنه کړې چې د کورونا د خپرېدو مخنیوي لپاره په جوماتونو کې د فاتحو مراسم بند کړي.

بل لورته د افغانستان دعامې روغتیا وزیر جواد عثماني نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې، په هېواد کې د کورونا وبا دوهمه څپه د خپرېدو په حال کې ده.

عثماني وایي روغتیا وزارت د هېواد په کچه د دې ویروس مخنیوي لپاره اړین او جدي تدابیر نیولي دي.

نوموړی زیاتوي دوی په روغتیایي مراکزو کې د کورونا ناروغانو بسترونه له ۹۶۶ څخه ۲۰۷۰ ته لوړ کړي دي او هڅه کوي په کابل او ولایاتو کې د ناروغانو د درملنې امکانات نو هم ډېر کړي.

د عامې روغتيا وزیر وایي له کورونا سره د رغنده مبارزې لپاره پنځه کاري کمېټې جوړې شوې دي.

دی وايي دغه راز د کورونا واکسین د تطبیق لپاره هم بشپړ چمتووالی نیول شوی او په خبره يې ټاکل شوې چې د ۲۰۲۱ میلادي کال تر پایه لږ تر لږه شل سلنه هېوادوال د نړیوال او اسیایي بانک په مرسته له کورونا ضد واکسینو برخمن شي.

د عامې روغتيا وزارت داسې مهال له دې اقداماتو خبر ورکوي چي، نن ولسمشر غني په ارګ کې د کورنا د مخنيوي په پآر جوړې شوې غونډه کې روغتيا وزارت څخه دجدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

https://taand.net/%d9%88%d9%84%d8%b3%d9%85%d8%b4%d8%b1%d8%ba%d9%86%d9%8a%d8%9b%d8%b1%d9%88%d8%ba%d8%aa%db%8c%d8%a7-%d9%88%d8%b2%d8%a7%d8%b1%d8%aa-%d8%af%db%90-%d8%af-%da%a9%d9%88%d8%b1%d9%88%d9%86%d8%a7-%d9%85%d8%ae/

1 COMMENT

  1. یعني کورونا په مسجدونو کې د فاتحو په وخت خپریږي. دا په رستورانونو، هوټلونوکې بیر وبار خو د کرونا په وړاندي معافیت لري. ښاري او لیني بسونه خو بیخې واکسین والا دي.
    د افغانانو له دود و دستور سره نابلد ټامیان هفه ځای ته ګوته ور وړي چې حساسیتونه را پاروي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب