شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني؛روغتیا وزارت دې د کورونا مخنيوي برخه کې اقدامات جدي کړي

ولسمشرغني؛روغتیا وزارت دې د کورونا مخنيوي برخه کې اقدامات جدي کړي

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۲۶) افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن په ارګ کې د کورونا ناروغۍ د کنټرول په تړاو په جوړه شوې غونډه کې سپآرښتنه کړې چې د دې ناروغۍ د دوهمې څپې پر مهال دې د عامې روغتیا، روغتیایي مرکزونو او مرستندویه موسساتو ترمنځ همغږي ډېره شي.

هغه ویلي هېواد د کورونا وبا له دوهمې څپې سره مخ دی او د عامې روغتیا وزارت مکلف دی چې له دې خطر یو واضح انځور ولري.

هغه ویلي عامې روغتیا وزارت دې ژر تر ژره د کورونا د ناروغانو لپاره د ځانګړو شوو روغتونونو ستونزې حل کړي.

نوموړي د دې  تر څنګ زیاته کړې چې روغتيا وزارت دې په پراخه پیمانه د اکسیجن د تولید لپاره هڅې ډېرې کړي.

هغه همدا راز په هېواد کې د روغتیا په برخه کې د مرستندویه موسسو او نورو نړیوالو ادارو له مشرانو غوښتي چې له افغان حکومت سره خپله همغږي ډېره کړي او په دې سختو شرایطو کې دې د ستونزو په کمولو کې خپلې هڅې نه سپموي.

افغان ولسمشر داسې مهال دا سپارښتنې کوي چې اوسمهال دهېواد په روغتونو کې عام خلک له ګڼو ستونزو شکایتونه لري.

دوی وایي په هېڅ روغتون کې څنګه چې لازمه ده د کورونا اړوند سم روغتيايي خدمات نه وړاندې کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب