شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهبغلان او ارزګان کې ۲۶ افغان سرتېري وژل شوي

بغلان او ارزګان کې ۲۶ افغان سرتېري وژل شوي

تاند (چهارشنبه د قوس ۲۶) چارواکي وايي، طالبانو تېره شپه د بغلان په مرکز پلخمري کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې ددغو بریدونو له امله د ۱۳ سرتېرو جسدونه او پینځه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د بغلان د امنیه قومندانۍ ویاند جاوېد بشارت د پېښې د پخلي تر څنګ وايي چې طالبانو تېره شپه د پلخمري اړوند وزیر اباد سیمه کې له څو لوریو د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

د ښاغلي بشارت په خبره په دې حمله کې یو شمېر افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو کره جزیات یې نه دي ورکړي.

د نوموړي په خبره، طالبانو غوښتل وزیر اباد سیمه ونیسي خو خپل هدف ته ونه رسېدل او زیاتوي چې په دې برید کې وسله والو طالبانو ته هم تلفات اوښتي خو په دې اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

دی وايي، کومکي سرتېري سیمې ته استول شوي و، خو د طالبانو له کمین سره مخامخ شول.

بلخوا طالبانو په یوه اعلامیه کې منلې چې ددې ډلې اړوند کسانو تېره شپه د پلخمري په وزیر اباد سیمه کې د افغان سرتېرو پر پوستو برید کې د ۳ قوماندانانو په ګډون ۱۴ سرتېري وژلي او د هغوی وسلې او مهمات یې له ځان سره وړي دي.

د یو بل خبر له مخې د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په برید کې ۱۳ افغان سرتېري وژل شوي دي.

د ناتایید شویو راپورونو له مخې وسله والو طالبانو تېره شپه د دهراوود په قلعه چه سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه کمربندي پوسته برید کړی، چې له امله یې د دهراوود ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ مرستیال ولي محمد او ۱۲ نور افغان سرتېري وژل شوي او اته نور ټپیان دي.

د معلوماتو له مخې د وژل شوو کسانو جسدونه او وسلې ټول د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

تر اوسه رسمي سرچینو دغه خبر نه دی تایید کړی او نه هم طالبانو په دې اړه کومه تبصره کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب