Homeخبرونهپاکستان وایي؛ اسلام اباد ته د طالبانوسفر د دوی د سیاستونو برخه...

پاکستان وایي؛ اسلام اباد ته د طالبانوسفر د دوی د سیاستونو برخه ده

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۲۶) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي چې، د طالبانو د قطر دفتر یوه پلاوي د ملا برادر په مشرۍ اسلام اباد ته سفر کړی دی.

هغه وايي دا سفر د پاکستان د هغو سیاستونو برخه ده چې له مخې یې غواړي په افغانستان کې دایمي سوله راشي.

محمد صادق دغه راز وایي چې په دې سفر کې به ملا برادر د بهرنیو چارو له وزیر محمود قریشي او دغه راز د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وګوري.

نوموړی داسې مهال دا څرګندونې کوي چې طالب پلاوي پرون پاکستان ته سفر کړی دی او ټاکل شوې دغه سفر د ډسمبر تر اتلسمې نېټې دوام وکړي.

پاکستان ته د طالب پلاوي سفر په ټولنیزو رسنیو کې هم د عامو افغانانو غبرګونونه راپارولي دي.

 دوی وایي طالبان دې له دوحې د اسلام اباد پر ځای کابل ته سفر وکړي او دلته دې له افغان حکومت سره د جګړې پر ختمولو او سولې راوستلو بحثونه ولري.

طالبان داسې مهال اسلام اباد ته سفر کوي چې په دوحه کې د سولې خبر د ۲۰ ورځو لپاره ځنډېدلي دي.

1 COMMENT

  1. زمو ږ دی سترګی ړندی سی چی وبه وایو چی دا ستاسو د شیطانی سیاستونو یوه برخه نده او په دی مسله خو ټول افغانان پوهیږی چی د سپو لکی ، خرڅ سوی طالب او پنجابی دا نه سمیږی ما مخکی هم ویلی وو چی قطری خیټور د آی ایس ای له اجازی پرته تشناب ته نسی تلای که خیټه یی هم وچوی پاکستان د اسلام په نوم یو کلنګ او تور داغ دی چی ټوله نړی ددوی له لاسه لکه د سرطان دانه په عذاب ده. خو الله ج دی دوی او ددوی دا ټول جاهل مزدوران د ددوخ لرګی کړی او که د الله رضا وی همداسی کیږی هم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...