شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهعبدالله؛ د سولې په خبرو کې د حکومت د مذاکراتي پلاوي چارې...

عبدالله؛ د سولې په خبرو کې د حکومت د مذاکراتي پلاوي چارې بریالۍ بولي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۶) د افغانستان دملي روغې جوړې دعالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي د سولې په خبرو کې د افغان پلاوي رول ګټور او بریالی وو.

عبدالله نن په یوه غونډه کې د خبرو پرمهال وویل افغان حکومت به د سولې په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او له نړیوالې ټولنې سره په ګډه په افغانستان کې د سولې او ثبات د راتګ لپاره هڅې کوي.

عبدالله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د افغان سولې په اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع موجوده ده.

هغه یو ځل بیا پر روان تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې او په خبره یې طالبانو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي.

عبدالله همدا راز وايي چې نن به د افغان حکومت له مذاکراتي پلاوي سره لیده کاته ولري او پر شوو پرمختګونو او راتلونکو پلانونو به خبرې وشي.

عبدالله داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په دوحه کې د سولې خبرې د ۲۰ ورځو لپاره ځنډېدلي دي.

عام خلک بیا سولې ته هیله من دي خو د ملي روغې جوړې دعالي شورا پر کړنو نیوکه لري او وایي شاوخوا یو کال کېږي چې دا شورا رامنځته شوې خو مثبته پآيله نه لري.

1 COMMENT

  1. ټولو ته معلومه ده چې د مصالحې ملي شورا یوه غیر قانوني ، اضافي او تشریفاتي اداره ده . داسې ادارې هرکال میلیونونه دالره اضافي مصارف لري خو افغان ملت ته یې هېڅ ګټه نه رسیږي .
    ایکاش ولسمشر دومره صلاحیت درلودای چې دا مفتخوره شورا یې منحل او پرځای یې یو عادي ریاست ته دنده سپارلې وای چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو ټول کارونه یې تنظیمولای ، ولسمشر او نورو چارواکو او افغان ملت ته یې د خپلواجراآتو معلومات ورکولی .
    د دغې تشریفاتي شورا ټوله بودیجه باید د افغانستان امنیتي ادارو او ښوونکو ته باید ورکړل شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب