شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له پټې جګړې به ځانونه ساتو| جنرال دولت وزیري

له پټې جګړې به ځانونه ساتو| جنرال دولت وزیري

جګړه د بدمرغيو مور ده، له بده مرغه موږ یوازې هغه جګړه ګورو او پېژنو چې انسانان پکې وژل کېږي، یا په مخامخ جګړه، یا هم په نورو فزیکي جګړو کې.

هره جګړه بدرنګه وي، ځکه مدنيت په کې له منځه ځي، د زیانونو جبران یې زیات وخت غواړي، ډز او ډوز په کې روان وي. دا د مخامخ، ښکاره او دودیزو جګړو موضوع ده.

یوه بله جګړه چې موږ ورته یا ځیر نه یو، یا زموږ ورته پاملرنه نه شته، يا راته نه معلومیږي او یا نه غواړو چې ځان پرې پوه کړو، دغه ډول جګړې ته مور ګانتا (پټه جګړه) وايي.

مور ګانتا ليکي:

«سیاست یوازې د قدرت لپاره مبارزه ده.»

خو د همدغه سیاست او د قدرت لپاره د مبارزې لپاره واکمنان او واک غوښتونکي جګړې ته لاس غزوي.

 که دا ومنو چې سیاست د قدرت لپاره مبارزه ده، نو بیا جګړه په ټولنه کې د ټولو خلکو له خوا د ټولو خلکو په مقابل کې دوام لري. که چېرې خپلې سترګې پټې نه کړو او ځان په خپله په ناپوهۍ کې وا نه چوو، نو دا بايد ومنو چې ټول انسانان هره ورځ او هره شېبه په دې هڅه کې دي چې پر نورو خپل نفوذ او غوره والي وساتي او واک پرې وچلوي. هر یو د خپل صلاحیت په دایره کې له موجوده امکاناتو په استفاده په دې ډول یوه مبارزه کې ښکېل دی.

په یوه کورنۍ کې مشر ورور پر کشر ورور، ښځه پر مېړه او مېړه پر ښځه، پلار پر اولادونو، د کلي ملا او د کلي مشر پر کلیوالو، خان پر دهقان او هر څوک په دې هلو ځلو کې وي چې پر نورو خپل واک وچلوي، ورباندې برلاسی وي او داسې وښيې چې د ده د شړومبو خوند تر بل هر چا له شړومبو ښه او مزه دار دی. د انسانانو دغو هلو ځلو او مبارزې ته مور ګانتا پټه جګړه وايي.

که چېرې په یوه کورنۍ، په یوه ټولنه او يا د انسانانو تر منځ دغه پټه جګړه له کنټرول څخه ووځي او یا د دا ډول جګړو سره برسېرن چلند وشي، بیا همدغه پټې جګړې دي چې د عقدو په ډول په ځینو کسانو کې د کرکې اور ته لمن وهي او په هغو بدمرغه جګړو بدلېږي چې موږ ورته ګرمه، د وژلو، وینې تویولو او ويجاړولو جګړه وایو.

زما له دې لیکنې موخه د انسانانو، کورنیو او ټولنو تر منځ پر اړیکو ده. که چېرې دغه اړيکې په سمه توګه پر مخ لاړې شي او بېځایه د خپل ناروا نفوذ او واکمنۍ څخه د واک چلولو لپاره ګټه پورته نه شي، بیا نو دغه اړیکې او پټه جګره په ګرمه او د وژلو پر جګړه نه بدلېږي. که چېرې موخه یوازې ناروا واکمنې وي بیا نو له دې ډول کړنو او پټې جګړې د اصلاح او د خو اړيکو تمه بېځایه او لیرې له تصور څخه ده.

کله چې انسانان په داسې ټولنو کې چې د پټو جګړو لپاره د دوی ترمنځ رقابتونه وي، په رواني لحاظ ناکرار وي، ځکه یوه ډله انسانان د برلاسۍ لپاره مبارزه کوي، بله ډله د دغسې پټو یا هم ښکاره جګړو له زیانونو د ځان د بچ کولو هڅه کوي.

ډير به مو لیدلي وي چې دوو وروڼو هم یو وخت ټوپک ته لاس کړی وي او د يوه او پر ضد يې ناروا کړنو او بدمرغه جګړې ته مخه کړې وي. په تاریخونو کې زیاتې داسې بېلګې لرو، چې خواږه وروڼه، پلرونه او زامن یا هم د کورنۍ نور غړي هم په خپلو کې په جګړه اوښتي دي.

علت يې همغه له پټې جګړې څخه ناوړه ګټه پورته کول دي چې يوه خوا يې غواړي چې بې له کومه دليله پر بل لوري خپل واک او نفوذ وساتي او د برلاسي یا برترۍ ساتل ورته بریا ښکاري، نو د دې کار لپاره داسې کړنې کوي، چې زیانونه یې تر ډېره پاتې وي.

معقول او پر ځای رقابت او انتقاد چې د پرمختګ او اصلاح له پاره وي، له بېځايه انتقاد او پر بل لوري د نفوذ ساتلو سره فرق لري.

معقول رقابت او پر ځاي انتقاد اصلاح راولي او د پرمختګ سبب ګرځي، ځکه د ښه نیت له مخې که څوک انتقاد کوي، مقابل لوري ته د حل لار هم ښيي، چې دا ډول هڅه د اصلاح له راوستلو سره ډېره مرسته کوي، خو د بېځايه واک تحمیلول د بدمرغيو مور جوړېږي او تل يې پایله وژنه او ویجاړونه وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب