یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+تاج ملک عالم ګل پاڼې ته د څه شي مشوره ورکړې؟

تاج ملک عالم ګل پاڼې ته د څه شي مشوره ورکړې؟

تاند (چهارشنبه د قوس ۲۶) د افغانستان کرکټ بورډ تخنيکي سلاکار او د کرکټ پخواني روزونکي تاج ملک عالم مشهورې سندرغاړې ګل پاڼې ته د واده مشوره ورکړې ده.

ښاغلی عالم چې په ټولنیزو شبکو کې وخت ناوخت خپل نظر له نورو سره شریکوي، تازه یې د پښتو ژبې وتلې سندرغاړې ګل پاڼې په یوه عکس تبصره کړې او هغې ته یې ویلي چې نور دې ځان ته د ژوند ملګری انتخاب کړي.

مېرمن ګل پاڼې تېره ورځ پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه څلور نوي عکسونه چې په واورو کې ولاړه ده خپاره کړي او ورسره یې لیکلي دي: «واوره ډېره يخه ده، خو ښکلې ده.»

https://www.facebook.com/GullPanra/posts/3722074627854290

د ګل پاڼې دا عکسونه د شاوخوا اتلس ساعتونو په تېرېدو سره ۵۸ زره کسانو خوښ کړي او څه کم ۶ زره مینه والو یې د مینې ځانګړی ایموجي ورکړی دی.

د پښتو ژبې ددې وتلې سندرغاړې په همدې عکسونو ۴ زره او ۸ سوه مینه والو یې تبصرې کړي دي چې له دې ډلې یوه تبصره یې هم د تاج ملک عالم ده.

په یوه عکس کې له ګل پاڼې سره یو کس چې وسله یې په لاس کې ده ولاړ دی او ګمان کېږي چې دا کس به د هغې ساتونکی وي.

ښاغلي عالم همدې عکس ته په کتو لیکلي: «دا څه کوی چی واورو کی ګرځی باډی ګارډ هم ځان سره ګرځوی کراری یو شریف سړی سره واده وکړه خیر ده که غریب هم وی ایسته خپل ژوند جوړ کړه سبا به مړه وی بیا ارمان کوی.»

د افغانستان کرکټ بورډ د تخنيکي سلاکار دا کمنټ بیا تر اوسه ۳۰۷ کسانو خوښ کړی او ۱۶۰ کسانو چې ډېره برخه یې افغانان دي په پښتو ژبه له دې تبصرې لاندې خپل نظرونه بیان کړي دي.

له تاج ملک عالم ور اخوا بیا د افغانانو په ګډون ګڼ شمېر کسانو هم دغو عکسونو ته ډېرې جالبې تبصرې لیکلي دي چې زیاتره یې پکې د هغې ستاینه شوې ده.

د ولي خان باور په نوم یوه بل کس ورته داسې لیکلي: « زه خو وایم یوه جرګه به در ولېږم تم انکار وکه همدا کار به یو شل ځله تکرار کړم اخر هو!! وکړه ژوند بغير له ملګري هېڅ هم نه دی او ريښتنې مينه په دولت او دنيا پورې تړلې نه ده په خپلې ايندې فکر وکړه زما په اړه که پوښتنې لرې ډاډه يې رانه وکړه دا منم چې تاته به ډېری ځوانانو د واده ريکويسټ کړی وي مګر زما په اړه هتماً فکر وکړه تل انسان سره چانس ياري نه کوي او بريالی هغه څوک دی چې له وخت ښه ګټه واخلي نو! که یارې کړې هو راته وکړه. په انتظار کې مې نور مه پرېږده مئينه. ولي خان باور کابل افغانستان»

ګل پاڼه چې اصلي ژبه یې پښتو ده او په کوزه پښتونخوا کې ژوند کوي، تر اوسه یې خپلو مینوالو ته په پښتو، دري، اردو، عربي، انګلېسي او ځینو نورو ژبو په سلګونو سندرې ویلي دي او لا هم په دې برخه کې خپلو هنري کارونو ته دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب