یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+نبي یوځل بیا ټي ۱۰ کې له ډيلي بولز سره لوبېږي

نبي یوځل بیا ټي ۱۰ کې له ډيلي بولز سره لوبېږي

تاند ( چهارشنبه، د قوس ۲۶) د نړۍ تر ټولو چټک ټي ۱۰ ليګ لپاره تر ډېره هغه لوبغاړي غور کېږي چې پياوړي او په ښه ډول لوبه ترسره کولی شي.

د دې لیګ راتلونکو سیالیو لپاره ډیلي بولز لوبډلې پرېکړه کړې چې نبي به یوځل بیا له دوی سره لوبېږي.

افغان لوبغاړی محمد نبي په ٢٠١٩ کال کې هم له ډيلي بولز لوبډلې سره لوبېدلى و.

نوموړی به  په ٢٠٢١ کال کې  هم د همدې لوبډلې په ګټه ولوبېږي او یاده لوبډله نبي ته هيلې هم ډېرې لري.

یادې لوبډلې دنبې ترڅنګ تر دې دمه مورګن هم د ايکن لوبغاړي په کټګورۍ کې اخيستى دى.

ډيلي بولز په یوه ټوېټ کې لیکلي چې دوی د نبي ترڅنګ علي خان، دوشمانتا چميرا او شيرفان روترفورډ به هم له دوی سره لوبېږي.

د یادولو ده چې نبي عیسی خېل په تېر ۲۰۱۹ ټي ۱۰ لیګ کې هم د یادې لوبډلې لپاره ۴ لوبې ترسره کړې وي.

د دوبۍ  لس اوريزه سوداګريزه ليګ کې د نبي ترڅنګ دوه نور افغان لوبغاړي شهزاد محمدي او قیس احمد هم د بيا ځل لپاره خپلو لوبډلو لخوا پېرل شوي دي.

دا لوبې په ابوظبۍ کې ترسره کېږي او ټاکل شوې را روان لیګ د ٢٠٢١ کال د جنورۍ مياشتې په ٢٨مه نېټه پيل او د فبرورۍ مياشتې تر ٦مې نېټې پای ته ورسېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب