یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+کونړ کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ ۱۰ اوره لیګ پيل...

کونړ کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ ۱۰ اوره لیګ پيل شو

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۶) په ختیځ کونړ ولایت کې د لومړي ځل لپاره د کرکټ T10 لیګ پیل شو.

د یاد ولایت د کرکټ بورډ  مسوولان وایي په دې لیګ کې به د مرکز او ولسوالیو اتلس لوبډلې لوبېږي او ‍۱۵ ورځې به دوام کوي.

دا لوبې تېره ورځ پيل شوې او د پيل د مراسمو پر مهال د کونړ مرستیال والي ګل محمد بیدار د کونړ له کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې سپورتي اخلاق مراعت او دغه لیګ په بریا پای ته ورسوي.

په ورته وخت کې د کونړ کرکټ بورډ مسوول قیام خیام وایي، له دغو سیالیو څخه یې موخه د ځوانو استعدادونو راسپړل او په ولایتي کچه د پیاوړې لوبډلې انتخاب دی.

هغه وویل د ځوانانو هڅونې په پار به یادو سیالیو کې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړي هم ګډون وکړي.

د کونړ د کرکټ بورډ مسوولان وایي دوی هڅه کوي څو ځوان لوبغاړي له سیمه ییزو او نړیوالو تجاربو برخمن شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب