شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهولسمشرغني له م . م د تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي...

ولسمشرغني له م . م د تاوتریخوالي کمولو برخه کې جدي مرسته غوښتي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۲۶) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دواړو لویو په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تاوتریخوالي اوج او سولې پر مذاکراتو خبرې کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړې خو اوس د ملګرو ملتونو مسوولیت دی چې دلته د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په ختمولو کې اغېزناک رول و لوبوي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو استازې هم په دې لیدنه کې دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

هغې ویلي په هېواد کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی اوهیله څرګندوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په ټول هېواد کې روان تاوتریخوالی ورځ بلې ته زور اخلي.

بل لورته په دوحه کې هم د سولې خبرې د ۲۰ ورځو لپاره ځنډېدلې دي.

https://taand.net/%d8%af-%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8%d8%a7%d9%86%d9%88-%d8%af-%d9%82%d8%b7%d8%b1-%d8%af-%d8%af%d9%81%d8%aa%d8%b1-%d9%85%d8%b4%d8%b1-%d9%84%d9%87-%d9%be%d8%a7%da%a9%d8%b3%d8%aa%d8%a7%d9%86%d9%8a-%da%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب