تاند- سپېس ایکس یو فالکن ۹ توغندی له یوې راډیويي سپوږمکۍ سره، چې سیریوس ایکس ایم (SXM-۷) نومېږي، فضا ته ولېږه.
دا په روان م کال کې پنځه ویشتم ځل دی چې سپېس ایکس توغندی د مځکې مدار ته توغول کېږي. همداراز د دې توغندي لومړۍ برخه د اووم ځل لپاره فضا ته وتوغول شوه او له خپل ماموریته وروسته پر یوه بېړۍ کښېناست.
دا د دغه توغندي لومړنۍ هڅه نه وه. سپېس ایکس غوښتل چې دا عملیات د جمعې په ورځ وکړي خو د یوې نامعلومې ستونزې له کبله لغوه شول. خو بالاخره د یکشنبې په ورځ یې سیریوس ایکس ایم سپوږمکۍ، چې ۱۵ زره پونډه وزن لري، فضا ته یووړه.
سیریوس ایکس ایم سپوږمکۍ داسې انتنونه لري چې راډیويي خپرونې په مستقیم ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو تر غوږونو پورې رسوي.
حاضردمه د سیریوس ایکس ایم ۵ نورې سپوږمکۍ په فضا کې شته.
تر دې وړاندې تېره میاشت سپېس ایکس کمپنۍ یو فالکن ۹ توغندی فضا ته ولېږه چې یو ریکارډ وګڼل شو ځکه چې ۶۰ سپوږمکۍ یې په یو وار د مځکې مدار ته ورسولې.
ټولې استول شوې سپوږمکي د سټارلینک کمپنۍ دي چې له فضا څخه مځکې ته انترنیټ ورکړي.
سپېس ایکس غواړي چې د ۱۲ زره سټارلینک سپوږمکیو په لېږلو او د مځکې په مدار کې د هغو د ځای پر ځای کولو په وسیله په درسته نړۍ کې چټک او ارزانه انترنیټ ممکن کړي.
سټارلینک اوس په فضا کې ۹۵۵ سپوږمکۍ لري.