شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهیوه افغان په پرتګال کې یو نایجریايي د مذهبي عقایدو په خاطر...

یوه افغان په پرتګال کې یو نایجریايي د مذهبي عقایدو په خاطر وواژه

تاند(سې شنبه، د قوس۲۵) د پرتګال چارواکي وايي، په دغه هیواد کې یوه افغان پناه غوښتونکي یو بل پناه غوښتونکی د مذهبي عقایدو په خاطر وژلی دی.

پرتګالي رسنۍ وايي چې دا پېښه په پلازمېنه لیسبون کې شوې او وژل شوی کس هینري اونیکاچي (Henry Onyekachi) نومېږي.

پرتګالي رسنیو تراوسه پورې د قاتل نوم او عکس نه دی خپور کړی ځکه چې محکمې تراوسه پورې د هغه په اړه پرېکړه نه ده کړې.

(عکس د مقتول دی)نایجریا

اونیکاچي ۲۹ کلن و او څو میاشتې پخوا یې له نایجریا څخه پرتګال ته پناه وړې وه. دی له یوه افغان پناه غوښتونکی سره په یوه خونه کې اوسېده.

د لیسبون د پولیسو په وینا دا پېښه د دسمبر په اتمه شوې. د پېښې په مهال Henry Onyekachi له شاوخوا خلکو د مرستې غوښتنه کړې وه خو هیچا یې ږغ ته ځواب نه و ویلی تر دې چې هغه د وینو د ضایع کولو په نتیجه کې ومړ.

پرتګالي رسنۍ وايي چې دواړو مذهبي تبلیغ کاوه او د اپارتمان پر نورو اوسېدونکو یې اغېز درلود.

د Henry Onyekachi د کورنۍ غړیو په نړۍ کې د بشري حقونو او د بیان د ازادۍ پر ملاتړو ږغ کړی چې د دوی د عزیز د وژل کېدو په اړه دې د عدالت د رعایت کېدو لپاره اقدام وشي.

د دوی له دې غوښتنې وروسته د وژل شوي کس په اړه خبرونه په نړیوالو رسنیو کې خپاره شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب