چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeمقالېزموږ سوله او کرسمس | عبدالروف لیوال

زموږ سوله او کرسمس | عبدالروف لیوال

خدای (ج) بشر ته په وروستی رالیږل شوي کتاب (قرآن عظیم الشان) کې فرمایلي:

الآیه : إِنَّمَا المُؤمِنونَ إِخوَةٌ فَأَصلِحوا بَينَ أَخَوَيكُم ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُم تُرحَمونَ *

ترجمه :مومنان سره وروڼه دي، د وروڼو ترمینځ سوله وکړئ او په پرهیزګارۍ سره د خدای تابعدار شئ.

په پورتني آیت شریف کې (فَأَصلِحو) د امر صیغه ده، چې خدای (ج) مسلمانانوته امر کوي.

خو زموږ د سولې د دواړو اړخو مرکچیان د خدای تعالی امر نه راڅرخي او د ټرمپ او کرسمس سپارښتنه ورته لومړیتوب لري.

دوی په دریو میاشتو کې د شیخانو د ډالرو د چړچو له برکته ایله وکړای شول چې د سولې د ټیر(ارابې) د کولولو لپاره د کاغذ پرمخ دوه ویشت ناڅرګند څپرکي وکاږي (لکه چې پر کنګل یې ولیکې او بیا یې لمر ته کیږدې) په دې درې میاشتو کې د دې لپاره چې دا ټیربیرته راشیوه نه شي، څو ځلې امریکا د پمپيو په لاس ډنډه پنج ورته کیښود تر څو په شا نشی.

دلته دننه په هیواد کې جګړه په درز کې روانه ده هره ورځ دبیګناهومسلمانانو وینې دهوایی بريدونواومځکنی چاودنوله امله بهیږی – د کونډوُ، بورومیندو، د ځوانيمرګو ځوانانو د سپينرو بوپلرونو دوه سترګې د قطرخواته څلور شوې چې ګنۍ یو زیری به واوری خوتاسې چې په دریومیاشتوکې لکه دسلطان محمود لټان غوندې ستړی شوی یاست– نو بیا مو تابیا ونیوله چې د کرسمس په ویاړ به درویشت ورځې رخصتی وکړی تر څو په دې درویشتو شپو کې د شیخانو او ډالرو د خوراک ارږمی او ټیغ وباسی.

هورښتیا ! دکافرانودجشن (کرسمس) په خاطردسولې په خبرو کې ځنډ راولی د روژې د مبارکې میاشتې په اوه ویشتمې د ډیر ثواب ګټلو په خاطر د مسلمانانو وینې بهوی – او بیا فتوا چلوی چې جهاد د روژې په میاشت کې لا ډیر اجر وثواب لري.

د مسلمانانواختر ته هغسې فتوا او د کافرانو اختر ته داسې خوشحالی تاسو نه د خدای د امر (فاصلحو) تعجیل له یاده ویستلی.

نومالومه ده چې دا سوله د پردیو په سپارښتنه او ډنډه پنج په پردیو هیوادونو کې د پردیو د موخو بشپړولو لپاره سر ته رسی.

څرګنده خبرخولادا ده چې هغه چارې چې د یهودو نصارا په نغوته سرته رسی هغه به هیڅکله د مسلمانانو په ګټه نه وی که داسې ونه شول دا کریسمس او دا رخصتی دې نښه وي.

7 COMMENTS

  1. دلیکنی سر برابر مګر لکی یی کیږه ده.
    د سولی لپاره لیکنی باید باید یوطرفه نوی که نه نو د لیکونکی اعتبار خاموی. لیکونکی باید مستند ویلی وای چه دا خبری په څه دلیل ځنډول سوی دی. صرف د هغه ځنډول او هغه د کرسمس سره تصادف کول دا معنی نلری چه خبری به رښتیا د کرسمس په خاطر دریدلی وی.
    لیکونکی باید ویلی وای چه دا خبری د چا په اصرار دریدلی دی. د حکومت او تالبانو دلیل باید په مستند ډولو ویل سوی وای او بیا د ضرورت له مخی په هغو اعتراض ویل سوی وای. که دا خبری د کفری اطرافو په فشار دریدلی وی نو هغه هم باید په مستند ډول ویل سوی وای. دا چه حکومت او اشغال یو طرف او تالبان بل طرف او لیکونکی یوازی تالبان غندی ډیر غیر معقول ښکاری. حتی د حکومت نمایندګان هم باید و نه غندل سی ځکه دا خبری د دوحی له تړون سره سم په مخه ځی او که امریکایان فشار راوړی چه د دوی په غیاب کی خبری باید ونسی نو دا به کوم منطق منی چه د کرسمس نه وروسته بیرته خبری له سره پیل شی؟
    لیکونکی ایت شریف ویلی خو په موضوع یی بی خبره دی. دلته دریمګړی نسته دلته د جنګ دری اړخه په خپلو کی سره خبری کوی. دا آیت شریف دریمګړو ته خطاب کوی.

  2. ښاغلی ثابت ته سلامونه ! دښاغلی،منلی اودروندزړه ورصافی لیکنې ته ښه ځیرشی – هغه دریم ګړی اودالوتکوبمباردمان ته چې طالبان یې نه لری اشاره کړۍ – چې دلیکنې په متن کې راغلی – دامستنده نه ده نو څه ده

  3. ښاغلی ثابت ته سلامونه ! دښاغلی،منلی اودروندزړه ورصافی لیکنې ته ښه ځیرشی – هغه دریم ګړی اودالوتکوبمباردمان ته چې طالبان یې نه لری اشاره کړۍ – چې دلیکنې په متن کې راغلی – دامستنده نه ده نو څه ده

  4. لیوال سیب ما لیک بیا ووایه.
    ترهرڅه دمخه باید ووایم زما انتقادونه او تبصری د اوسنی لیکوالانو د هغو نیمګړتیاوو په خاطر دی چه افغانستان د ټولو کور نبولی. البة ټول .داسی هم ندی خو بیا هم لیکنی د لیکوال د فکر ښکارندویه دی. زه په کلی توګه نه له دولت سره موافق یم نه له تالبانو سره. دواړه اساسی نیمکړتیاوی لری او دواړه تر يو څه خوبیانی لری. د افغانستان اسلامی پاتی کیدل او د هغه ترقی د افغانستان د آزادی ضامن بولم. دا ضمانت نه تنها تالبان کولی سی نه دولت. دا ضمانت دوی په ګډه کیدای سی وکړی. نو ځکه باید دواړه هم تایید سی او هم پری انتقاد وسی. متاسفانه دولت تراوسه زیاتی منفی نقطی لری خو د دولت په طرفداری بیا زیات تبلیغات کیږی. ډیر کم واقعیت ویل کیږی او زیاتی لیکنی هغه نظریات
    تکراروی چه د غربی ګټو په اساس جوړ سوی دی. نو په دی هکله زما لیکنی دداسی نظریو په مقابل کی انکعاس وی. هیله ده انتقاد مو ومنی.
    اوس به راسو ستاسو ځواب ته:
    اول: ایت شریف دریمګړی ته متوجه دی. دتالبانو جنګ د امریکا د اشغال په سردی او د هغه د دستنشانده اداری سره. د کابل هیئت د دولت نمایندګی کوی او امریکایان د ځان. امریکایان به د کابل د اداری ډنډه پنچ وی خو بیا هم ذیدخل دی. نو د دوحی په خبرو کی د جنګ ذیطرفه خلک ناست دی. دریمګړی د پښتنو او دنیا په اصطلاح بیطرفه کس ته وایی او هغه دشخړی ټولو اړخو ته ګوری له ټولو نظر اخلی او بیا هغوی ته د سولی پیشنهاد کوی. مونږ د تړون په هکله له اوله لیکلی وو چه دا تړون ښه اینده نلری ځګه ټول طروفونه به ناندری ووایی او دهغه د کمولوبه څوک نوی. نو دا چه دریمګړی نسته په دی خاطر ایت بیځایه ویل سوی دی.
    دوم: د الوتکو بمباران او ځمکنی جنګ ته ریښتیا اشاره سوی. مونږ ځکه ویلی چه لیکونکی یی سر سم ویلی خو لیکی یی ورکږه کړی. داسی اشاره ستاسو لیکنه له یوطرفی نه لیری کوی خو مستنده نده چه دهغه دلیل به په دریم جواب کی ولیکم. د لیکنی اتمه فقره او له هغه وروسته تالبانو ته خطاب بلل کیدای سی چه باید هغه سپکه او سپوره وبلل سی. دولت ته هیڅ خطاب نلری. نو په دی دلیل اخیره برخه بی طرفه نده.
    دریم: د لیکنی اتمه او راتلونکی پاراګرافونه د یوی نتیجی شکل لری چه هغه باید د منطق په اصطلاح هم صغری ولری او هم کبری یا
    پریمیسیس. اتمه فقره د اومی فقری نتیجه بللای سو. مګر دا نتیجه بیا هم فرعی ده ځګه هغه د کرسمس ددرویشتو ورځو درخصتی په تړاو ویلی سوی. د لیکنی مشکل په دی کی دی چه د درویشت ورځو رخصتی په قطعی توګه د کرسمس په خاطر بلل سوی. په منطق کی باید هم صغری او هم کبری دواړه رښتیا وی. نو که ووایو چه تالبانو او دولت رخصتی د کرسمس په خاطر اخیستی ده او دکرسمس لمانځل په اسلام
    کی ناروا دی نو ځکه د تالبانو او دولت رخصتی اخیستل ناروا دی دا به سالمه منطقی خبره نوی ځکه صغری رښتیا نده. زما د ټولی لیکنی فشار هم د صغری د غلطی په خاطر دی.
    د مدنی ساینس له اصولو سره سم داسی لیکنی ته تبلیغاتی لیکنه ویل کیږی او یا صرف دعوه سوی وی خو د هغی د ثبوت سند نوی لیکل سوی. د دعوی د ثبوت دنشتوالی په خاطر هم صغری او هم نتیجه غلطه راتلای سی. invalid conclusion.
    مونږ خو په اخبارو کی وییلی دی چه طرفینو داجندا په هکله د نورو مشورو او تفکر په خاطر خبری ځنډولی دی. نو که تاسو کوم دلیل لری چه په واقعیت کی داسی نده نو ستاسو اجتماعی وجیبه ده چه دهغه د ثبوت سند وښیی او بیا پورتنی نتیجه واخلی او د هغه په اساس طرفین، نه تنها تالبان، و غندی. که داسی مستند راپور لیکل سوی وای نو لیکنه به په دی خاطر له انتقاد سره نوه مخ سوی.
    په درناوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب