دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهمشرانو جرګې د افغانستان په داخل کې د سولې خبرو له تر...

مشرانو جرګې د افغانستان په داخل کې د سولې خبرو له تر سره کېدو ملاتړ وکړ

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) د افغانستان مشرانو جرګه وايي د سولې بین الافغاني مذاکراتو دویم پرړاو دې د افغانستان په داخل کې تر سره شي.

مشرانو جرګې په خپله نننۍ ناسته کې د سولې خبرو د پاتې پړاوونو د ترسره کېدو په اړه د حکومت له وړاندیز ملاتړ وکړ او له دواړو مذاکره کوونکي ټیمونو یې وغوښتل چې د سولې خبرو پاتې پړاوونه په کور دننه تر سره کړي.

د یادې جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار د سولې خبرو له بهیره د ملاتړ ترڅنګ د جرګې غړو ته په خطاب کې وویل، د افغان دولت پلاوي ته فرصت ورکړئ؛ ځکه دوی له داسې لوري سره مخامخ دي چې هره ورځ تاتریخوالی ترسره کوي.

د ښاغلي مسلیمار په خبره د هېواد په داخل کې د سولې خبرو ترسره کېدل به د بهرنیو فشارونو او لاس وهنو مخه ونیسي او دواړه لوري باید دغه غوښتنې ومني.

تر دې وړاندې ولسمشر اشرف غني او د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې د خبرو بل پړاو دې د افغانستان په داخل کې ترسره شي.

د دوی په خبره که طالبان د افغانستان په هره سیمه کې وغواړي، افغان مرکچي پلاوی خبرو ته حاضر دی، خو طالبانو تر اوسه په رسمي توګه په دې هکله خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې شاوخوا درې میاشتې مخکې په دوحه کې پیل شوې او یادو ټېمونو له نژدې درې میاشتو وروسته یوازې د خبرو پر طرزالعمل توافق کړی او د درې اونیو لپاره یې د رخصتۍ خبر ورکړی دی.

د مشرانو جرګې اکثریت غړي د درېیوو اوونیو لپاره د سولې خبرو درېدو ته په اشارې هیله مندي ښيي چې راتلونکی پړاو به په خپل ټاکلي وخت بېرته پیل شي.

د دوی په خبره، ښه به دا وي چې د بین الافغاني خبرو پاتې پړاوونه په افغانستان کې تر سره شي او هر ځای چې طالبان یې غواړي، حکومت باید د هغې سیمې امنیت ونیسي څو د سولې خبرې له بهرنیو لاسوهنو پرته تر سره شي.

د مشرانو جرګې د غړیو په وینا نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کېږي.

ټاکل شوې نن د افغان دولت پلاوی له حکومتي او سیاسي مشرانو سره د مشورې لپاره کابل ته راشي او د راتلونکي جدي میاشتې په ۱۶ بېرته د سولې خبرې پیل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب