یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهپه امریکا کې لومړني انسان ته د کورنا ضد واکسین ورکړل شو

په امریکا کې لومړني انسان ته د کورنا ضد واکسین ورکړل شو

تاند(سې شنبه، د قوس ۲۵) د امریکا په متحدو ایالتونو کې د کورونا ضد لومړنی واکسین د عاجلې څانګې یوې نرسې ته ورپیچکاري کړ.

په دغه هیواد کې تراوسه پورې د کورونا وایرس په ناروغۍ تر ۳ لکه ډېر کسان مړه شوي دي.

اټکلونه ښيي چې د امریکا متحد ایالتونه به د راروان ۲۰۲۱ م کال په لومړیو دریو میاشتو کې سل ملیونه وګړي د کورونا وایرس پر ضد واکسین کړي.

د امریکا د کورونا واکسین د تولید د عملیاتي چارو جګپوړي سلاکار منصف السلاوي فاکس نیوز تلویزیون ته په مرکه کې وویل، متحد ایالتونه هیله لري چې د روان دسمبر تر پایه به د کورونا پر ضد ۴۰ ملیون ډوزه واکسین امریکایانو ته ورسول شي او په جنورۍ کې به دا شمېر له ۵۰ تر ۸۰ ملیون ډوزو ته زیات شي.

دی اټکل کوي چې په فبرورۍ میاشت کې به همدومره ډوزه واکسین تزریق شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سیندرا لینډسي، چې له څو میاشتو راهیسې د کورونا وایرس له ناروغانو سره سروکار لري، پرون (دوشنبه) په نیویارک کې د کورونا واکسین له کولو وروسته وویل«فکر نه کوم چې له نورو واکسینونو سره یې توپیر وي.»

د کوویدو نولس واکسین باید هر وګړي ته په دوو نوبتونو کې ۲ ډوزه ورکړل شي څو وګړی د دې وایرس په وړاندې مقاومت یا معافیت پیدا کړي.

د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل لپاره د کووید نولس په واکسینو بار لارۍ په مشیګان ایالت کې د فایزر درمل جوړوونکي شرکت د درملو د تولید له څانګې د واکسین د توزیع مرکزونو ته روانې شوې.

پرون د امریکا په ۵۰ ایالتونو کې د واکسین تزریقوونکو ته واستول شول.

د امریکا د درملو اوخوراکي موادو ادارې د شنبې په ورځ د فایزر او بیواین ټیک کمپنیو له لوري په ګډه جوړ شوي واکسین ته په بیړني ډول د استفادې جواز ورکړ.

طبي چارواکي وايي چې دا واکسین د کورونا وایرس په مخنیوي کې ۹۵ سلنه اغېزمن دی. خو هغو کسانو ته، چې شدید حساسیت یا الرژي لري، سپارښتنه شوې چې واکسین ونه کړي.

د بریتانیا د روغتیا د ملي ادارې رييس سټېفن پاویس تېره اوونۍ وویل چې د کورونا ضد نوی واکسین هغو کسانو ته ښه نه دی چې د حسایست سابقه لری.

راپورونه وايي چې په بریتانیا کې څو تنو ته، چې له وړاندې یې حساسیت درلود، د فایرز او بیو این ټیک واکسین حساسیت پیدا کړی دی.

بریتانیا لومړنی هیواد و چې د دغه واکسین تزریق یې پیل کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب