یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد افغان سولې لپاره د حکومت پلاوی کابل خو د طالبانو اسلام...

د افغان سولې لپاره د حکومت پلاوی کابل خو د طالبانو اسلام اباد ته روان شول

تاند (سه شنبه د قوس ۲۵) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر اخوند د یو لوړ پوړي طالب پلاوي په مشرۍ د پاکستاني چارواکو په بلنه ددغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته روان شو.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک سه شنبه ماخوستن پر خپل ټوټېر پاکستان ته د طالب پلاوي د سفر جزیات شریک کړل.

ښاغلی وردک وايي چې دا پلاوی به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو له وزیر شا محمود قریشي سره وګوري.

نوموړی زیاتوي: «په ناستو کې به د دواړو هيوادونو اړونده موضوعاتو پر سر بحث کيږي. په ځانګړي ډول د مهاجرينو د ستونزو، پاکستان ته د افغانانو دتګ او راتګ او افغان سوداګرو د ستونزو په اړه به خبرې کېږي.»

بلخوا د افغان دولت پلاوي تر اوسه په رسمي توګه کابل ته د خپل سفر معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي، خو یو شمېر ناتایید شوي راپورونه وايي چې د افغان حکومت د مذاکراتي ټیم مشر معصوم ستانکزی او د ټیم نور غړي نن ماښام ناوخته د کابل په لور روان شوي دي.

1 COMMENT

  1. پداسې حال کې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې لري ، د دواړو هېوادونو سفیران د یو بل هېواد په پلازمېنو کې عملا او رسما په دندو بوخت دي دا امکان نه لري چې پاکستان د طالبانو ته د یو دولت د مشرانو په سترګه وګوري او هغوی ته رسمي بلنه ورکړي . په عین وخت کې پاکستان په افغانستان کې د افغانستان دولت او طالبان چې د قدرت د لاسته راوړلو لپاره جګړه کوي په رسمیت نشي پېژندلاي .
    دا د پاکستان دوه مخيتوب او زمونږ په کورنیو چارو کې مستقیمه مداخله ده چې له ټولو نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب له روحې سره په تضاد کې دي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب