یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د قطر د دفتر مشر له پاکستاني چارواکو سره د...

د طالبانو د قطر د دفتر مشر له پاکستاني چارواکو سره د مشورو لپاره اسلام اباد ته لاړ

تاند(سې شنبه، د قوس۲۵) په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند وايي، د قطر د دفتر مشر او د طالبانو د تحریک مرستیال ملاعبدالغني برادر پاکستان ته روان شو.

ډاکتر محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ملابرادر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان په رسمي بلنه اسلام اباد ته لاړ.

د محمدنعیم په وینا ملابرادر او ورسره ملګری پلاوی به د دې سفر په لړ کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره وویني.

ده د طالبانو د تحریک له مشر ملاهبت الله اخوندزاده او د طالبانو د شورا له غړیو سره د ملادبرادر د کتنې یادونه نه ده کړې. خو ګومان کېږي چې ملابرادر او ورسره ملګری پلاوی به د خپلې ډلې له مشرانو سره، چې په پاکستان کې اوسي، هم وویني.

ملابرادر په داسې وخت کې پاکستان ته ځي چې د افغانستان حکومت طالبانو ته وړاندیز کړی چې د سولې د خبرو راتلونکي پړاوونه دې د افغانستان په خاوره کې دننه وشي.

ویل کېږي چې له دې وړاندیز سره امریکا او پاکستان موافق نه دي ځکه چې که په افغانستان کې د سولې خبرې دوام وکړي خبرې به د دوی له کنټروله ووځي.

8 COMMENTS

  1. One hope that Taand’s principals take the time and provide some information about Mullah Brother as it relate to his education, accomplishments and other credentials placing him 2nd in command among Taliban and seems groomed to become an international figure.

  2. زه میران زما هغو بې خبره افغانانو ته یم کوم چی نن هم دی جنګ ته جهاد وای او ځانونه وژنی .که چیری بل پيغمبر راتلاشوی نو له ځانه سره بی دا پیغام خامخا راوړلو چی طالب+داعش÷ای ایس ای= آمریکا دی . الله ج دی زمونږ ویده ملت راویخ کړی او له دی اسلام بدنامونکو مو دی الله ج خلاص کړی

  3. پداسې حال کې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان حکومت د افغانستان له اسلامي جمهوریت سره رسمي او دیپلوماتیکې اړیکې لري ، د دواړو هېوادونو سفیران د یو بل هېواد په پلازمېنو کې عملا او رسما په دندو بوخت دي دا امکان نه لري چې پاکستان د طالبانو ته د یو دولت د مشرانو په سترګه وګوري او هغوی ته رسمي بلنه ورکړي . په عین وخت کې پاکستان په افغانستان کې د افغانستان دولت او طالبان چې د قدرت د لاسته راوړلو لپاره جګړه کوي په رسمیت نشي پېژندلاي .
    دا د پاکستان دوه مخيتوب او زمونږ په کورنیو چارو کې مستقیمه مداخله ده چې له ټولو نړیوالو اصولو او د ښه ګاونډیتوب له روحې سره په تضاد کې دي .

  4. ښه ډراماټیکه سناریو ده
    زموږ هیواد یوازنی هیواد دی چی
    یو زوم په رسمی ! سفر د خواښی کور ته تشریف وړی
    د زوم تګ د خواښی کور ته یا همیشه رسمی وی یا هیڅکله رسمی نه وی
    ژر دی چی واورو
    ملا برابر ( وبخښۍ ملا برادر ) په رسمی ډول مثلاً د لاهور څخه کوئټې ته ولاړ
    طالبان ټول د انګرېز د استعمار رسمی مزدوران دی که څه هم لباس ئې رسمی نه دی

  5. که اوس هم څوک وایي چې طالبان د پاکستان مزدوران نه دي او د افغانستان جنګ جهاد ده نو د هغه کس حماقت باید د نادراتو په کتاب کې ولیکل شي.

  6. ملا وردګه: ولې نه وایې چی ستاسو لاسپوسي مشران ځي چې خپل د مور له مېړونه نه د راتلونکو مجلسونو اجندا واخلي. تاسو خو نه شرم لرئ نه حيا او نه افغانیت. په یوه شي حتما باور ولرئ چې په خدای که بیا د حکومت مخه هم وګورئ. یو څو ورځو لپاره به لکه د خره اولاده په دې او هغې منډې ووهئ خو والله که یې څکه هم وکړي. پاکستان پوهېږی چې تاسې چی خپل وطن، قوم او هیوادوالو ته وفادر نه یاست پاکستان ته به څه وفاداري وکړئ. اخر به ستاسي کونې وي او د پاکستان کوتک. دهمغې ورځې په انتظار

  7. شرم او غیرت چیری دی؟
    ډاکتر صاحب شهید نجیب الله به ویل: خواری کړی هغه مینځی چی د مینځو کونی وینځی
    مرګ له تندی په مذهب زما بهتر دی
    نه ژوندون د دون همتو په اوبو

  8. دا خو واضیح او ښکاره خبره ده کله چې مذاکراتو کې وقفه راشي او یا د مشورو لپاره مرکچیان خپلو هېوادونو ته ځي ، هر سړی خپل هېواد ته ځی او له خپلو مشرانو او مسوولینو سره خبرې کوي . افغانان خپل هېواد ګران افغانستان ته راغلل . دوی به له ولسمشر ، پارلمان او نورو مشرانو سره خبرې او مشورې وکړي .
    او د پنجاب مزدوران چې ځانونه ټالبان بولې د خپل بادار کور اسلام برباد ته لاړل چې د خپلو اجراآتو راپور له باجوه ، عمران او قریشي ته ورکړي ، له هغوی نه هدایت واخلي اوپه هر قېمت چې کیږي په افغانستان کې جنګ جاري وساتي .
    که ټالب افغان وای ، له افغانستان سره به یې مینه درلودله ځکه حب الوطن من الایمان دی . دوی به افغانان نه وژل ، پلونه او سرکونه به یې نه ورانول ، ښوونځي او روغتونونه به یې نه سوځول او داسې نور زرګونه جنایتونه به یې نه کول .
    جهاد افغانستان دفاع پاکستان .
    ټالبان د پنجاب کرایی مزدوران دي.
    ټالبان د اسلامیت او بشریت دښمنان او تروریستان دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب