جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+جنګ بشري افت زېږوي| جنرال دولت وزیري

جنګ بشري افت زېږوي| جنرال دولت وزیري

جنګ ستر افت دی. په جنګ کې حلوا نه وېشل کېږي. د جنګ پایله وژنه، ویجاړي او په لويه کې ستره بدمرغې ده.

 په جنګ کې مدنيت له منځه ځي او ورسره د پرمختګ مخه نیول کېږي، ګټې نورو کوي، خو زیان تر ډېره عامو خلکو ته رسېږي.

جنګ داسې یو ستر ناورين دی، چې غله او داړه ماران په کې لويېږي، خو صالح، نېک، پوهان، عالمان او د کار خلک په کې له منځه ځي او یا کوچني کېږي. ارزښتونه بدلوي، فکرونه ویجاړوي او د خلکو ترمنځ د بدبینۍ تخم کري.

جنګ د انسانیت او سولې دښمن دی. په لومړۍ نړيواله جګړه کې (د ۱۹۱۴ د جولای له ۲۸مې د ۱۹۱۸د نوامبر تر ۱۱مې) نږدې لس مليونه انسانان د جګړو په ډګر کې ووژل شول. په میلیونونه نور، ښځې، کوچنیان او ځوانان د مختلفو علتونو له لارې یا مړه  شول، یا معلول او یا له ژونده ووتل.

په دويمه نړيواله جګړه کې (د ۱۹۳۹م کال د سپټمبر له لومړۍ- د ۱۹۴۵م کال د سپټمبر تر دویمې)  له پنځوس میلیونو په زیات شمير انسانان نابود شول. يوګوسلاويا د خپلو نفوسو لسمه برخه له لاسه ورکړه، دا ورته د جنګ ډالۍ وه.

د دویمې نړیوالې جګړې په پایله کې له جګړې وروسته په کورنيو جګړو کې هم له پنځوسو ميليونو څخه په زيات شمېر انسانان د نېستۍ د کندې خوراک شول. ښکلي ښارونه ویجاړ، خلک بېکوره او ټول خدمات په ټپه ودرېدل.

جنګ محروميتونه، مصیبتونه او روانې ناروغۍ زېږوي او د کورنيو تر منځ اړيکو ته زیان رسوي. په جنګ کې مېرمنې کونډې کېږي او د نارینوو په تناسب يې شمير زياتيږي. په جرمني هیواد کې له ۱۹۴۵ میلادي کال وروسته د نارینه وو او ښځو تر منځ انډول د سلو نارینه وو په مقابل کې د ښځو شمیر ۱۸۰ تنه وو.

شوروي اتحاد ته هم جګړې د نارینه وو او ښځو تر منځ د شمير له پلوه د اندیښنې وړ ډالۍ وربخښلی وه. د جنګ له کبله د يوه نږدې خپلوان، دوست، ګاونډی او یا ټولګيوال وژل انسانان د لیونتوب تر کچې رسوي او په دې توګه انسانان په روحي او رواني ناروغیو اخته او ژوند يې له کړاوونو سره ملګري کیږي.

د جنګونو له کبله ټولې رسنۍ د دې پر ځای چې د پرمختګ، هوساينې، تفریحي، د زده کړې، د کوچنیانو او نور رنګارنګ پروګرامونه وړاندې کړي، پر ځای يې د مرګ، ژوبلې او ویجاړیو د اعلانونو په مرجع بدلېږي. چې دا په خپله خلک په رواني لحاظ ځپي.

په جنګ کې د دې شعارونو پر ځای چې خدای دې لره، خدای دې اوږد ژوند درکړي، ژوند دې بختور شه، تل هوسا اوسي، بچیان دې نېک صالح لوی شه، تل ښکلی اوسې، اخرت دې ښه شه، جنتي شې، پر ځای د ټولو په خوله دا خبره وي، چی خدای دې وبخښي، ښه سړی و، ځوان و، ځوانيمرګ شو، ځوانه ښځه ترې نه پاته شوه، بچیان يې یتیم شول، کور يې ویجاړ شو، مور يې بوره شوه او بېوزلي در په در شو.

په جنګ کې بیړنی خبر یوازې او یوازې د مرګ، ویجاړيو، انفجار، بم او ترور خبر وي. په جنګ کې میندې د خپلو اولادونو له غمه د دې پر ځای چې له زړښت او ناروغۍ څخه ومري، د هغوی زړه د اولادونو له غمه چاودېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په جنګ کې د اولادونو له کبله د پلرونو او میندو هره د ژوند کړۍ د یوه کال په څېر اوږده وي. په جنګ کې شعرونه، نثرونه، کیسې، روايتونه، شعارونه او سندرې ټولې د دې پر ځای چې د مینې، ښه ژوند او د ژوند د خوندونو په هکله وي، بلکې د حماسو، تاثر، خپګان، ویرې، نفرت، افسوس او احساساتو ډک وي.

په جنګ کې یوازې انسانان نه وژل کېږي، بلکې جنګ یو ستر بشري ناورين رامنځ ته کوي. په جنګ کې هر ډول ژوي، ونې، غڼې او ټول مادې نعمتونه له منځه ځي، چې بیا يې د رغولو او روزلو له پاره کلونه څه چې پېړۍ په کار وي.

تير کال په جرمني کې د دویم نړیوال جنګ یو نا چاودېدلی ستر بم وموندل شو چې نږدې ۷۵ کاله مخکې کارول شوی و.

د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي اوسیدونکي تر اوسه د دویم نړیوال جنګ په درشل کې د اټومي بمونو د کارولو له امله په عذاب کې دي.

په جنګ کې د انسانانو کلتوري ميراثونو چې ارزښت يې د محاسبې وړ نه دي، یا له منځه ځي او یا له چور او چپاول سره مخ کیږي. لویه بیلګه يې د افغانستان موزیم دی چې ډیر با ارزښته توکې يې د جګړو په کلونو کې چور او چپاول شول او د هدې موزيم کاملا له منځه لاړ.

په ژوند کې به انسانان د وبا، طاعون، کولرا، محرقې او حتی له کرونا څخه د واکسین په واسطه ځان وژغوري، خو د جنګ څخه د ژغورلو له پاره واکسين وجود نه لري.

له جنګ څخه د خلاصون واکسين د انسانانو تر منځ په مينه او سوله کې ژوند کول دي. چې له بده مرغه تر اوسه د مينې او ګډ ژوند کولو واکسین تر ځینو انسانانو پورې نه دی رسيدلی.

افغانستان خو بیا د ټولې نړۍ څخه یوه جلا جغرافیه ده، دلته د مینې او د ګډ ژوند د واکسین رارسیدل به ډیر وخت ونیسي او خپله افغانان خو د ډيرو بوختیاوو له امله چې هغه هم په جنګ کې بوختیا ده د واکسين د کشف او جوړولو له پاره وخت نه لري.

که په لنډه توګه ووایم هغه دا چې جنګ تل شتمني له منځه وړي او انسانان وژني. خو څه چې شتمني ډېروي او د نفرت پر ځای مینه خپروي هغه سوله ده.

که افغانان د سولې له کلمې سره نا اشنا وي، راځئ د سولې کلمه خپل شعار وګرځوو او تل دا کله په ژبه چارې وساتو چې سوله، سوله او بيا هم سوله.

1 COMMENT

  1. د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي اوسیدونکي تر اوسه د دویم نړیوال جنګ په درشل کې د اټومي بمونو د کارولو له امله په عذاب کې دي. درشل هغه وخت چې لا جنګ نه وو شروع شوي.
    د جاپان د هیروشیما او ناګاساکي اوسیدونکي تر اوسه د دویم نړیوال جنګ په پای کې د اټومي بمونو د کارولو له امله په عذاب کې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب