استاد سعد الدین شپون
د پسرلي خاطره (د نوي کال په مناسبت)
نن د مارچ یو ویشتمه ده .دلته یې لا د وخته ساعتو نه بدل کړي دي.
قاعده دا ده چې په پسرلي، یا په انګرېزي/ سپرنګ/ کې ګړۍ یو ساعت په وړاندې ټوپ وهي، په مني / فال / کې یو ساعت شاته لوېږي. ښه یې سورتال وربرابر کړی. سپرنګ مانا مخته ټوپ، فال مانا شاته لوېدل، نو یادول یې آسانه دي. وطن کې بیا حاضري معیار وه. په پسرلي د سهار اته بجې د مازیګر څلور. په ژمي د سهار نه ، د مازیګر درې نیمې. خو لکه چې دلته خلک وايي څه شپږ هګۍ، څه نیم درځن.
د وطن مطبوعات، شاعران او لیکوالان مې سترګو ته درېږي چې اوس به بیا له پسرلي نه پر خړې باسي. د ډاکټر شیرین آغا دې یاد په خیر وي چې هر پسرلی یې هماغه یو شعر وایه. درود وتهنیت کنم، من این بهار سال ۱۳۴۴ را. بل پسرلی به یې کال وربدل کړ، د نوي شعر په نامه به یې خپراوه. چې ما پوښتنه ترې وکړه ، ویل یې سنه یې وګوره چې بدله ده که نه؟ ډاګټر صیب به د هرې میاشتې د ورځو شمېر هم په دې بیت معلوماوه: لا و لالا، لا و لا لب شش مه است+ للکت و کتلل شهور کوته است. چې ما به د معنی پوښتنه کوله نو به یې کله د ابجد په حساب را ته نتیجه را واېسته، کله د جزه بوت په حساب. دح کدېن دا دح کدېن د دوی کدین. ښه به یې ګنګس کړم . ناچاره به مې د ده په دانایۍ او خپلې نادانۍ اقرار و کړ.
وړم کال، کابل رادیو والا و د پسرلي نمانځلو ته پخه ایښې وه.
د مشاعرو، ټوکو ټکالو، او خدای خبر نورو څه بلاو د ژوندي خپرولو
پروګرامونه یې ساز کړي و. چارواکو غوښتل چې پروګرام فوق العاده اود نوي افغانستان انځور وي. د وطن د نامتو پوهانو او لیکوالو بانډارونه ورکې وي. زه په خصوصي سفر وطن ته تللی وم، نو البته زه به هم په دغو کټه ګوریو برابر ورښکاره شوی وم، ما پسې هم راغلل او د پسرلي په باب یې پوښتنې را نه وکړې. چې ډمامه تېره شوه یوه لویه رساله یې چاپ کړې خو زما مرکه یې ترې غورځولې وه. بیا مې چې سړی ولید عذریې وغوښت، ویل یې ،استازه ته لکه هغه ښځه چې اوبو کې لوېدلې وه ، خلکو د سیند کوزه خوا لټوله خو زوم ویل چې زما خواښې سرزوره ده ، په مړینې هم بره خوا زور وهي. زه یې قانع کړم. اوس چې د وطن سانسورونه نشته ،زه به یې له حافظې دلته لنډیز راوړم:
س: د نوروز په باب څه وایې؟
ځ:بس د کال اوله ورځ ده
س: په نمانځلو کې یې څه وایې؟
ځ: په ایران کې ښه نمانځله کېږي. افغانستان کې چندان نه.
س :لرغوني آریایان یې څنګه؟
ځ: یا به یې لمانځله، یا ورپورې وايي. زموږ کلي کې یې چا پرداخت نه کاوه. زموږ کال لس ورځې دمخه پیل کېږي،
س: ولې یې نه لمانځي؟
ځ: ملایان وايي چې دا د غجرو، د پارسیانو، د زردشتیانو نه راپاتې ده، اسلام کې ور ته نجسه ورځ وايي
س: تاسو خپله څنګه؟
ځ: ما ته یکي یوه ورځ د نمانځلو ښکاري، د خپلواکۍ ورځ .
س: خپلې خاطرې را سره شریکې کړﺉ
ځ:ز موږ کلیوالود پسرلي سره جوړه نه ده. شیشته پیشته، خټې چیکړې، کوټې څاڅه، ترلاندې پیالې او لګن ایښی، درسته شپه ترنګ ترونګ، رېزش او زوکام، کندوان مخ په تشېدو، نه وریژې نه اوړه، نه د لاندې غوښه چې په مني موپه ډانګونو او پړو پېیلې. د شاروګانو د لاسه مو په ټوکر کې پټه کړې، د برنډې لاندی ځړولې وه. نه وچه شوتله، بېنډۍ ، تور بانجڼ. نه هغه ټیپر او کچالان چې خښ کړي مو وو. نه وچ لرګي چې په مني مود توتانو له ونو ِغوڅ کړي، مات کړي او د پنجرو په شان مو د وچېدو له پاره باره کړي وو. حتی هغه د غوشایو تپیاکې چې د غوجل په دېوالو مو ټپلي وې، نجونو د بنګړیو او پېزوانونو انځور ورباندې ټاپه کړی و، د څڅواکي د لاسه شړېدلي. د غواو شاګانې د خیشتوالي نه رڼې ځلېدې، دېوال ته تکیه آخورو نه څه نړېدلي څه خیشته لانده.
س: ښځګلې په وربلونو کې د نوو سارايي ګلانو پسې، د کابلیانو په وینا ، په سبزه لغت نه راوتلې؟
ځ: نه هغوی په کور وې.هسې په نامه پخلنځي کې، د خیشتو لرګیو لوګي یې څکول، اوښکې او خاڼې یې روانې ، د شونډو لاندې د مېلمه اوو پښتو ته ښېرا کوه، او لګیا اوسه څمڅۍ وهه. بله یې په تناره پېړۍ پورې کوي، نجونې، لکړه په لاس چرګان چې د تاودې ډوډۍ بوی لېوني کړي دي، په پېړوغوټې وهي، شړي او په یوه سا دا بدله وايی چې کیش کیش، کیشکړې، ټوغک مو تباه کړه چې تباه شئ، څیر سترګو!
س: نارینه څنګه؟
ځ: څه چې د حرکت نه دي ، جوماتونو کې یې چشمې په تار تړلي، د ځانه سره بنګېږي، تلاوت کوي. چې د حرکت دی، یمونه په اوږو د هغو ویالو په اوږدو ځي را ځي چې د بنګي له سیند نه را بېلې شوي. داکار یې ستا له نوروزه لس ورځې دمخه پیل کړی، لاسونه پښې یې تخنېږي خو لا پټیو کې اوبه ډنډ وي.
س: تا څه کول؟
ځ: د ژمې مې درې لیندۍ (غوله کې) سازې کړې وې، اوس مې د توت له ونې دوه ښاخه څانګې يرې کولې، لاستی مې ورته جواړاوه. د مرده کي خټه تیاره وه، کافي بویناکه توره خټه مې راټوله کړې، وچه مې ساتلې وه ، بس لږ اوبه یې دارو وې چې د لیندۍ د پاره غونډاري ترې جوړ کړم. چې لمربه شو نو مې د مکردکو ښانک د بام سر ته خېژاوه. چې وریا وه په پروړې مې پوښله. لا خو نه ګلسرې وې، نه ثوري ، نه کوترې ګوګوشتو.نه سپېرکونډې، نه بېرړا چې ویشتې مې وای. هغه بله مرغۍ چې موږ یې شودوپۍ بولو د ویشتلو نه ده. بس سپینه خړه پاغونده ده چې په خیشتو
لوټو لکه بوکه کېږي.
د ویالې غاړوې کې مې کروشې شکولې هماغلته مې اوبو کې غوپه کولې، خوړلې. دا د پلنو پاڼو والا سابه، زږه او تروه لګېږي، د پسرلي اول شنیلی دی. مرخېړي لا نه وي غونځېدلي ، لس ورځې ورته پاتې وې چې هغه خوږ قسم یې چې موږ یې پوڅکۍ بولو، لکه ملا پسې چې لمونځ کوي هر ځای له شګو رانېغې شي. مشهوره وه چۍ دا بېدو د باران، برښنا او تالندې د درېدو سره سم راټوکېږي.
س: تاسو لا هم په غویانو یوې کوﺉ؟
ځ:پوښتنه دې بې ربطه ښکاري خو زه به یې ځواب کړم. نه اوس هم د غویانو رواج دی، چې موږ یې قولبه يي بولو. د اورېدو له قراره په
کاپر کونج او آقتاشو کې ټراکټر شته چې پخوا يي ورته ټراوو ویل، اوس یې تیاتر بولي، چې مځکې وترې شي نو دا تیاتر کلي په کلي ګرځي په اجوره د خلکو مځکې اړوي. نخدې پیسې خو نشته خو د مني د شولو د وعدې په بدل کې.اوس حتی زموږ د کلي خلک کونجاړه له منډه يي اخلي، پخوا به ګاڼۍ ته تلل، هم به یې د غویانو د پاره کونجاړه اخیسته او هم د پخلي د پاره د زغرو یا کونځلو تېل. پخوا به ګاڼۍ غویانو ګرځولې، اوس ډیزلي جنراتور. سږ کال تیاتر زموږ کلي ته هم رارسېږي.
س: چې بېرته خپلې موضوع ته راشم استازه، سږ کال د میاشتې په پای کې هم په ارګ کې شاعران راغونډېږي او هم د ننګرهار په سلطان پور کې د نارنج ګل مېله ده، کوم شعر دې ساز کړی دی؟
ځ: نه ولا.
س: ولې؟ تا خو د شعرونو دوه ټوکه چاپ کړي،
ځ: یو خو موسمي شاعر نه یم، رانه شواړېږي. د مشاعرو سره مې ورانه ده. یو وخت د افغان ملت یوه مشر، امین واکمن ویلي وو چې شاعران، بلبلې او ډمان موسمي موجودات دي. پسرلی، واده، ماتم ، او نور خاص وختونه د دوی هر را پاروي. بله دا چې زیاتره مروج اشعار ما ته تکراري، سولېدلي او بل منګې ښکاري. سم شعر راځي نه او بل قسم مې خوښ نه دي.
س: لکه چې استازه د امریکا تر اغېزلاندې یې.
ځ: ودې شي. قریب دېرش کاله مې ورکې تېر کړي او زه هم له غوښو هډوکو جو ړیم، خامخا به بدلون را کې را ځي.
س: نو پښتو دې ولې نه ده هېره؟
ځ: هغه مې د وینو په / ډی اېن اې/ کې اغږل شوې. سپرلو غونډه، ډۍ، باڼیچق، د خره بزکشي ، د بل له لومې د مړځانو غلا….. یو مې هم هېر نه دي. دا شعر شاعري او نورې بلاوې مې وروسته زده کړې، بیا مې د هغو بهتر شکل زده کړ، نسوار مې پرېښول، سګرټو ته شوم، له خره بایسکل ، بیا ګړندي موټر ته شوم.خو یو شی چې حتی امریکا کې مې یاد نه شو، په کاچوغې او منګول د ډوډۍ خوړل دي.
س:پوهېږم چې غربیان/ ډي اېن اې/ هماغو وراثتي خاصیتونوته وايي چې هر بنیادم له بله بېلوي. نو پسرلی دې نه دی خوښ؟
ځ: نه، د زاره چاودون موسم دی.
س: نو د نارنج ګل مېلې ته نه یې تللی؟
ځ بس یو ځل
ما اورېدلي چې تا یو شعر هم ورکې لوستی و، هغه به زموږ سره شریک نه کړې؟
ځ:ولې نه خو یو څه اوږد دی، خوښ به دې هم نشي.
س ته خو یې راته ووایه
ځ: نو ټینګ شه ورته.، په دې دې هم خبروم چې دا په ۱۳۵۴کې ویل شوی خو هلته چا د لوستلو اجازه را نه کړه، دغونډې په رپوټ کې هم له چاپه ولوېده:
زه څوک او دغه ګڼه غونډه چېرته
نارنجه که د تا په خا طر نه وي
رمې به مې پو وې په سپینې غرې کې
لرګي به مې کول ملک فقیر ته
+++
یو ګل به دې له څانګې بېلومه
ورو ورو به د خپل کور پلو روان شم
دې پورې خوګیاڼو کې جونګړ ده
دا ګل د ګل بابا په شناخته ږدمه
+++
نارنجه ته په باغ کې را ټوکېږې
مالیار دې نازوي، شاعر دې ستا یي
که ته هم سپینې غرې کې رازرغون شې
قسم ستا په وږمه چې ازغی کېږې
+++
شاعر دې ستا وږمې په مزو ستايي
زه هم د تورو کاڼو بدل وایم
زما په ملک کربوړي سمسېرې دي
شاعر دې د نارنج ترانې وايی
+++
چې ګرځي د بهسود پله نه چاپېره
نارنجه د هغو د ګروې ګل شه
زموږ په غره کې نور بوټي شنه کېږي
مماڼه ده، ګور ګورې دي، یا بېره
+++
زما دېګ په شوتلې نه ډکېږي
شاعر مې د لونګو لو ته بیا یي
زه خپل ناروغ روغتون ته راوړی نشم
دوی ګل پسې کابل نه راکټېږي
س: ډېر اعلی استازه. ولې خپور نه شو؟
ځ : د سانسورچیانو خوښ نه شو
س: قافیه دې بل قسم تړلې، دا ولې؟
ځ: اوس دې لکه چې استنطاق شروع کړ.
س: دا ګل بابا یې لا کوم ځناور دی چې ته یې په قبر ګل ږدې/
ح: دا زما غورنیکه دی چې انګرېزانو د کودي خیلو په جومات کې د لمانځه په حال، په غربینې شهید کړاو د الله اکبر ناره یې خلکو په سمرخېلو کې اورېدلې وه.
یادښت: ما خو تر وسې، د مرکې امانت ساتلی. مرکچي لا ژوندی دی، ګوره چې هغه به څه وایي. بله دا چې د سپین غرپه سر چې /د/ یا /په/ راشي /سپینې غرې/ شي.
د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۱ د مارچ په ۲۱ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.