Homeخبرونهولسمشرغني کوزه پښتونخوا کې د غني خان مزار جوړوي

ولسمشرغني کوزه پښتونخوا کې د غني خان مزار جوړوي

تاند ( شنبه، د حوت ۳۰) افغان ولسمشر محمداشرف غنيکوزې پښتونخوا کې د فلسفي شاعر “غني خان” مزار جوړوي.

ولسمشرغني په دې تړاو خپل وړاندیز هم کړی دی.

وروسته له هغه چې اشرف غني د غني خان د مزار جوړولو وړاندیز وکړ، پښتونخوا کې مېشت افغان جنرل قونسل نجیب احمدزی چارسدې سیمې ته تللی او هلته یې د فلسفي شاعر غني خان په قبر د ګلونو ګېډۍ ایښې ده.

افغان جنرل قونسل نجیب احمدزي د خدایي خدمتګار پاچاخان بنیاد له مسوولینو  سره د افغان ولسمشر  د هغه وړاندیز په اړه خبرې کړي چې له مخې یې په کوزه پښتونخوا کې د شاعر او سیاستوال غني خان قبر، موزیم او یاهم کتابخانه جوړېږي.

د پاچا خان بنیاد مسوولینو ژمنه کړې چې ډیر ژر به د افغان جمهور رئیس د وړاندیز مطابق نوموړي ته خپل لیکلی پلان وسپاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...