چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د ترویکا ناسته د سولې ټینګښت او د دې پروسې د...

خلیلزاد: د ترویکا ناسته د سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره ګټوره وه

تاند ( شنبه، د حوت ۳۰) د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي د ترویکا ناستې غړو اعلامیه د افغان سولې ټینګښت او د دې پروسې د چټکتیا لپاره مؤثره او ګټوره وه.

زلمي خلیلزاد پرخپله ټویټر پاڼه لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ ناستې کې یې د افغان حکومت او طالبانو استازي وهڅول، چې په ترکیه کې د سولې په اړه جوړېدونکې ناسته کې برخه واخلي.

ټاکل شوې چې ترکیه راتلونکې اپرېل میاشت کې د افغان سولې په اړه د یوې سترې غونډې کوربتوب وکړي.

خلیلزاد همدارنګه ویلي، چې د سولې پروسې په برخه کې د مرستې لپاره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي، ژان آرنو لت د ټاکل کېدو، چې یو پیاوړی ډيپلومات دی هرکلی کوي.

په ورته مهال بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ د مسکو ناستې ته په اشارې ویلي، چې د پاکستان په ګډون ټولې خواوې افغانستان کې دجګړو پای او اوربند غواړي ځکه چې افغانستان کې امن او سوله د ټولو په ګټه ده.

نوموړي ویلي، پاکستان افغانستان کې دسولې په ټینګښت کې مهم رول لوبوي او غواړي چې نور باید په دغه هېواد کې دجګړو روانه لړۍ پای ومومي.

دغه راز د یوه بل خبر له مخې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ټلیفوني خبرې کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې په دې ټلیفوني خبرو کې د افغان سولې پروسې، د مسکو ناستې او د افغانستان او پاکستان د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب