جمعه, مارچ 29, 2024
Homeروغتیاڅرنګه وزن کم کړو؟| ډاکټر ظهير

څرنګه وزن کم کړو؟| ډاکټر ظهير

له سریزي تېرېږم؛ د تېري لیکني (څرنګه غړي غټ کړو؟) سکالو له دې لیکني سره ورته ده نو هغه لیږ له زیاتونو سره را اخلم.

د بدن غوړ (وازدي) په دوه ډوله دي:

 اول: هغه وازدي چي تر پوستکي لاندي دي.

دویم: احشايي یا په داخلي غړو لکه زړه، ځیکر او کلمو پوري نښتې وازادي. چي دا یې تر لومړۍ ډلي ډېري روغتیا ګواښونکې دي.

په اوس وخت کي د انسان روغتيا ته په ورپېښو ګواښونو کي تر ټولو لومړی د بدن چاغوالی راځي. د زړه له ناروغيو نيولې، د رګونو تر بېلابېلو ناروغيو او ژر زړوالي پوري ټولي ناخوالي له همدې چاغوالي سره تړلې دي.

خو که په ورځ کي لږ وخت هم خپل دروندوالي (وزن) ته پام وکړئ او پرې نه ږدئ چي د بدن وازدې مو زياتي شي، له دې ټولو ستونزو څخه خلاصېدای شئ.

په دې سربېره، که مو چېري اوس هم د بدن وزن زيات وي، کولای شئ په اسانۍ سره يې کم کړئ او له يو عالم ستونزو څخه ځان وژغورئ.

دلته مې د چاغوالي د کمولو ۲۵ اسانه خو مهمې لارې چارې درته په ګوته کړې. د دغو لارو لويه برخه په کس پوري اړه لري. په دې توګه تاسي کولائ شئ خپل اندامونه ښکلي کړئ، د وازدو پر ځای توره غوښه واخلئ او د ډېرو ناروغيو مخه تر دررسېدو مخکي ونيسئ.

۱- هغه خوړتوکي وکاروئ چي لیږه کالوري لري.

 ۲- طبیعي او تازه خوراکي توکي وخورئ.

۳- هڅه وکړئ چي په خوړو کي مو خواږه او غوړ ډېر کم وي.

4- د خوړو د چمتو کولو پر مهال مو باید دې ټکي ته پام وي چي تر وسه وسه کم خواړه تیار کړئ تر څو له پُرخورۍ څخه مخنیوی وشي.

 5- خوړنځی (خوړنخونه) مو ځانګړې کړي چي یواځي او یواځي په یاد ځای کي خواړه وخورئ او بس.

۶- ځان ته په واړه لوښي (قاب/کاسه) کي خواړه را واخلئ.

۷- هر ډول خوړنځیو او د چټکو خوړو خوړنځیو (فاسټ فوډ رسټورانټس) ته مه ځئ. وړ خوړنځي هغه دي چي سپک او ژر سلهېدونکي (هصمېدونکي) خوړتوکي پلوري.

 ۸- تل د خپلي اړتیا او خوښي خواړه لیسټ کړئ او هیڅکله د لوږي په وخت کي خوړتوکي مه پېرئ.

9- د ورځنیو خوړو په نوملړ کي مو ډېر ځای سپکو او کم کالوري خوړ ته ور کړئ.

۱۰-  په خپل ۲۴ ساعته خوړنیز مهال وېش کي د خوړو ډول، اړتیا، کچه او ګټه په پام کي ونیسئ.

۱۱- ډېر لاس‌جوړي خوړتوکي (مصنوعي ګډولې) مه خورئ.

۱۲-  دا اړینه ده چي تاسو د خوراکي توکو د تړښت (ترکیب) په اړه څه نا څه مالومات ولرئ تر څو ډېر کالوري خواړه له کم کالوري هغو څخه بېل او وخورئ.

۱۳- تل مو خواړه سوکه سوکه او خوند وخورئ.

۱۴- د خوراک پر مهال له نورو سره خبري وکړئ چي یو مو د خوړنګ چټکتیا کمه شي او بل لیږ خواړه وخورئ.

۱۵- خواړه په وړو ټوټو ووېشئ او سم یې وژووئ.

۱۶- وړاندي تر دې چي ماړه شئ؛ له خوړو لاس ونیسئ.

 ۱۷- د خوراک وختونه مو ځانګړي کړي او په ټاکل شویو وختونو کي خوراک وکړئ.

۱۸- د خوراک پر مهال نور کارونه لکه د ټلوېزون کتل، په فون خبري کول او انټرنیټ کارول پرېږدئ ځکه دا کړني ستاسو پام له خوراکه پر بله اړوي او د ډېر خوراک لامل ګرځي.

۱۹- د خوراک پر مهال له اړتیا پرته اوبه مه څښئ.

۲۰- سابه او مېوه (فایبر) مو د خوړنیز مهال وېش د ملا تیر وټاکئ.

۲۱- د اړتیا وړ ورځنۍ کالوري مو اندازه او د سهار، څاښت، غرمې، ماښام او نیمي شپې پر خوړو یې په سمه اندازه ووېشئ.

 ۲۲- تل تر خوراک وړاندي او د خوراک په منځ کي دا خبره په پام کي وساتئ چي تاسو خپل دروندواله (وزن) کموئ او د دروندالي د کمولو یوه لاره هم لیږ خوراک دی.

۲۳- د دروندواله د کمښت لپاره لازمه انگېزه او سمه برنامه جوړه کړئ.

۲۴- که له پورتنیو ټکیو سره لیږ تکړښتي خوځښتونه (سپورټي حرکات) مله شي، ډېر ژر به مو د خېټي/نس وازده ویلي شي.

۲۵- ډېره بېړه مه کوئ چي دروندالی/وزادي مو ژر وسوځي. که تاسو پرېکړه وکړئ چي ۱۰ کیلو وزادي مو د یوې یا دوو اوونۍ په ترځ کي ویلی شي؛ دا ناسم کار دی ځکه پدې سره ستاسو د وزادو په ځای غړي (غضلات) له منځه ځي.

2 COMMENTS

  1. داکترصاحب
    سلامونه او نیکی هیلی می ومنی خدای ج دی وکری چی د صحت لرونکی وی
    ستادویناوو نه دامالومیگی چی د وزن کمولو لپاره لمری شرط مقابل او هغه هم د کم خوراکی سره ده
    یانی که غواری چی وزن کم کری باید چی خوراک کم کری زما سوال دادی چی داکتر داکم کالوری او سپک
    خواره که لگ واضح کری چی داکوم خواره دی چی پخپل تقسیم اوقات کی یی شامل کرو
    د مالوماتو نه دی نری مننه
    بهسودوال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب