شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+خو ته به نه وې | علم گل سحر  

خو ته به نه وې | علم گل سحر  

لکه چې ستا نه هېر دي

لا ډېرکلونه وړاندې

په یوه بله زمانه کي موږه

سره مین وو دواړه

هغه وو نوروختونه

هغه وخت کرکه هیچا نه پېژنده

کینه له سره پیداشوې نه وه

هرخوا د مینې واکمني چلیده

ته وې مینه پرما

او زه مین وم پرتا

لکه چې هېر دي درنه

هغه مهال یادوم

چې دا تورزړي خلک نه وو پکې

د مینی نوم به په درنښت یادیده

مینه به ټولو عبادت بلله

خو موږه نه پوهیدو

چې وخت بدلیږی ورو ورو

ددې وختونو سیلۍ

ناڅاپه راغله پرموږ

موږه یی بیل کړو سره

ته رانه لیری ولاړې

ماله خپل ځانه ستا د تللو خبر پټ وساته

خو زه په ځان پوه نه وم

ژوند مي و، لیرې تښتیدلی رانه

د وخت سیلۍ

دبیلتانه سرود په ژبه راغله

موږ له یو بل نه بیل شوو

*     *     *

په دویم  ژوند کي په زرمت کې ومه

خوب کي له تاسره وم

ما ژوندون نه غوښت

خو په زوریې راکړ

ما به  ژړل

دوی خوشحالی کوله

ما سترګي نه پرانستې

ځکه له تا بیلیدم

پلار راته آس او يو ټوپک په نذرانه ومنل

په آس به ستا په لور مزل کومه

ټوپک به مات کړم

چې کینې خوروي

له میل یې تاته غاړګۍ جوړوم

د ملا خوږ غږ مي غوږو ته راغی

ما وې ستا نوم یادوي

سترګې مې پرانستلې

خو ته به نه وې ما به بیا وژړل

ژړا مې زیاته شوله

ما یوه مینه غوښته

یوه دردمنه مینه

د مور د مینې لاس ورپورته کړمه

په هغه لاس کې

د دنیا مینې وې

دروغ مي نه زده

د مورغیږ کی می ته هېره شولې

آه، د مورکۍ غېږخو نوتل هم نه وي

زه ځني ولویدمه

لکه پاچا چې هم له تخت، هم له وَطن لیرې شي

بېرته شوم ستا په لټه

حواس مي ټول سره ګډوډ وو

ستا په نوم پسي به ټول ستړي وو

ورځ به مې ټوله باغ کې تیره کړله

د یوه ګل په لټه

چې تاته ورته وي لږ

شپه به پر بام څملاستم

یوازې ستا لپاره

دوی وایي ستوري څوک شمیرلی نه شي

ما به په شپه کې ستوري ټول وشمیرل

خو ته به نه وې پکې

چې ښه به ستړی شومه

                               خوب به راغی

خوب کې به ښکلې ښاپیرۍ

راته خندل په مینه

ما به وې ته یې،

                پسې ولاړم به تر لیرې غرونو

خو ښاپیرۍ به رانه لیرې ولاړه

کټ مټ همداسې، لکه ته چې رانه لیرې ولاړې

چې ناامیده شوم،

                 جومات ته ولاړم

د ملا لښتې مې هم ستا لپاره ومنلې

ما ترې سبق پیل کړ

ملا (الف) او ما به (ب) ویله

ملا به (ح) خو مابه (خ) ویله

دملا خوله کې دحلوا مزه وه

ما د خدایي حسن رڼا غوښتله

ملا به (پ) ویله

زما تلوار و، ما به (ف) ویله

هغه پرون خو زه سبا ته تلمه

ملا خو ناست و،

                  زما مخې ته یو لوی سفر و

ملا د ځان له غمه مړ و،

                    زه دا ستا له غمه

زه ستا په نوم پسې ستومانه ومه

ستا نوم به و،

          خو ملا نه راښوده

د ښوونځي په کتابو کې،

          ستا په نوم پسې پنځه کاله زه وګرځیدم

معلم ریاضي راښوده

خو زما یوازې(جمع) زده وه پکې

(تفریق) مې بد ایسیده

ما له کتابه د (تفریق) او(تقسیم) پاڼې،

                                  ټولې وښکولې

ټولې د زرمل د راده خړو اوبو یووړلې

مکتب مې پریښود

                      کتابو کې یې ستا نوم نه راښود

ما د زرمت باغوکي ستړي مرغان ټول ولیدل

چې په نغمو کې يې ستا نوم واورمه

له بلبلانو څخه هم هېره وې

زرمت یو ښکلی ځای دی

با الا تشبهه لکه جنت داسې و

رڼو اوبو کې به مینځلې اوبه راغلې موږ ته

خو ته به نه وې

زه ترې ووتم

            داستا په لټون

ما د بابا پرپله پل کېښود بیا

دروغ مي نه زده

ما به ښکلو ته په ځیر ځیر کتل

په دې امید

چې ستا د حسن رڼا ووینمه

د کوه قاف ښکلې مې وليدلې

خو ستا د حسن جلوې نه وې پکې

ټولو مي مینه غوښته

خو زه وم ستا په لټون

                    *******

دادی ترډېرو کلو وروسته تاته ورسېدم

خو له تا هرڅه هېر دي

یا دې په مینه خپل باور بایللی

زه هم پوهېږم چې اوس خلک مینه کفر بولي

خو موږ د بلې زمانې خلک یو

زه خو دې ښکلې شونډې نه ښکلوم

زه دې دتورو زلفو شپې نه غواړم

زه دې د ښکلیو اننګیو ارمانجن نه یمه

زه دي د سترګو سمندر کې لاهو کېږمه نه

زه دې له سترګو یو دوه اوښکې غواړم

یو دوه دردمند، یو دوه د مینې څاڅکي

زه یودردمند په مینه

                زړه غواړمه*

راځه چې دواړه خپل ماضي ته ولاړ شو

د مینې لاس دې راکړه

او ما مې خپلې زمانې ته بوځه

له دې زمانه مې نور زړه تنګ شوی

بیا به وختونه تېر وي

هسې نه بل ژوند کې مې هېره نه شې

۱۳۸۳/۸/۱

کابل ـ څارندوی مېنه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب