شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسرچینې: دهراوود ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېده

سرچینې: دهراوود ولسوالۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته ولوېده

تاند (جمعه د قوس ۲۱) د ارزګان ولایت د دهراود ولسوالۍ بازار او یو شمېر دولتي ودانۍ یو ځل بیا د طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې طالبانو د یادې جګړې پر مهال ۵ کمانډو سرتېري وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي او اوس هم د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ درنه جګړه روانه ده.

د ارزګان په دهراود ولسوالۍ کې د افغان کمانډو ځواکونو قوماندان کبیر خان نن ماسپښین ازادي راډېو ته ویلي چې له تیري شپې راهیسي وسله والو طالبانو دغلته پر مېشتو امنیتي پوستو بریدونه پیل کړي دي.

د نوموړي په خبره تر اوسه هم جګړه روانه ده، چې تر دا مهاله پکې ۱۵ طالبان وژل شوي او یو ملي پولیس ټپي شوی دی.

دده په خبره چې د ولسوالۍ بازار او ټولي دولتي ودانۍ له افغان دولت سره دي.

کبیر خان زیاتوي، وړمه شپه افغان سرتېرو د یادې ولسوالۍ په لنډیاني سیمه کې د طالبانو پر پټنځایونو بریدونه کړي چې پر مهال ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي دي.

په ورته مهال ځینو ځایي سرچینو ویلي چې ددې بریدونو پر مهال درې ملکیان هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.

خو د کمانډو ځواکونو قوماندان کبیرخان بیا دا خبرې ردوي او دا یې د دولت د مخالفینو تبلیغات بللي دي.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې هم د ارزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتې شوي او د مرګ ژوبلې راپورونه ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب