شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهموټربم چاودنې د کندهار –ارغنداب ولسوالۍ پُل ویجاړ کړی

موټربم چاودنې د کندهار –ارغنداب ولسوالۍ پُل ویجاړ کړی

تاند (جمعه د قوس ۲۱) د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د تېرې شپې موټربم چاودنې د دغې ولسوالۍ مهم پُل ویجاړ کړی چې دغه ولسوالي له کندهار ښار سره نښلوي.

دغه پُل د ارغنداب پر سیند جوړ شوی چې ارغنداب ولسوالي یې له کندهار ښار سره نښلولې وه.

ځايي خلکو د خپلو ټولو اړتیاوو د پوره کولو او کندهار ښار ته د خپلو کرنیزو محصولاتو د رسولو لپاره له یاد پُل څخه کار اخیست.

د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي: «طالبانو تېر ماښام کندهار دارغنداو پر رود باندي داجوړسوی پل ویجاړ کړ، طالب ددې وطن دزېر بنا او عامه شتمنۍ ترټولو لوی دښمن دی، په تېرو شلو کلنو کې یوازې یا پلونه او سړکونه والوزول او یا یې مخور کسان ووژل، طالب داکارونه دچا په امر او ولي کوي؟؟»

یاد پُل د ۱۸۰ متره په اوږدوالي او ۷ متره سور لري چې لس کاله مخکې د کاناډا په مالي مرسته د ۱،۵ میلیونه ډالرو په مرستې جوړ شوی و.

ارغنداب کندهار ښار ته په ۷ کیلو مترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له تېرې یوې میاشتې راپدېخوا ترې د جګړې راپورونه ورکول کېږي او ګڼې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوي دي.

یاده دې وي چې په دې وروستیو کې د هیواد په جنوبي ولایتونو کې د عامه شتمنیو او تاسیساتو د ورانولو لړۍ پیل شوې ده.

که څه هم حکومتي چارواکي وايي چې دغه کار طالبانو کړی، خو یادې ډلې تر اوسه په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. تر دې وړاندې بیا طالبانو د عامه تاسیساتو په تخریبولو کې لاس لرل رد کړي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب