شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+امریکا د افغانستان پر جګړې څومره لګښت کړی؟

امریکا د افغانستان پر جګړې څومره لګښت کړی؟

تاند(پنجشنبه، د قوس ۲۰) په افغانستان کې په تېرو ۱۹ کلونو کې د امریکا د لګښتونو د شمېر په اړه راز راز ارقام وړاندې شوي دي.

ځینو امریکايي رسنیو په افغانستان کې د امریکا لګښت تر یو تریلیون زیات بللی خو ځینې نور بیا وايي چې امریکا په افغانستان کې د ۱۹ کلن حضور په موده کې نژدې یو تریلیون ډالر لګولي دي.

امریکا د ۲۰۰۱ م کال په اکتوبر کې په افغانستان کې د طالبانو رژیم وپرزاوه او له هماغه وخته په افغانستان کې ښکېله ده.

امریکا په افغانستان کې تر ټولو ډېر لګښت د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ کړی. دا هغه وخت دی چې په افغانستان کې یې د پوځیانو شمېر تر یولکو (۱۰۰۰۰۰) زیات وو. د امریکا د حکومت د شمېرنو پر اساس په همدغو کلونو کې په افغانستان کې د امریکا کالنی لګښت شاوخوا ۱۰۰ ملیارد ډالرو ته ورسېد.

خو له ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۸ پورې امریکا د جنګي عملیاتو په ځای پام د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې ته واړاوه  چې ورسره د دغه هیواد لګښتونه د پام وړ کم شول او د کال شاوخوا ۴۰ ملیارد ډالرو ته ورسېدل.

د ۲۰۱۴ م کال له پای ته رسېدو وروسته، چې افغان امنیتي ځواکونو د ټول هیواد د امنیتي چارو مسوولیت په غاړه واخیست، د امریکا مصرف لا ډېر کم شو.

د بي بي سي نړیوال سرویس د امریکا د حکومتي شمېرو له مخې ویلي چې امریکا په ۲۰۱۹ م کال کې ۳۸ ملیارد ډالره په افغانستان کې لګولي دي. خو نیوزویک امریکايي مجله وايي چې په ۲۰۱۹ کې د امریکا لګښت ۵۲ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

د بي بي سي نړیوال سرویس د امریکا د دفاع وزارت پر اساس ویلي چې د ۲۰۰۱ له اکتوبر څخه د ۲۰۱۹ تر سپټمبر پورې متحدو ایالتونو په افغانستان کې ۷۷۸ ملیارد ډالره پر پوځي چارو لګولي دي.

پر دې سربېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) او نورو حکومتي ادارو د افغانستان د بیارغونې پر پروژو ۴۴ ملیارد ډالره لګولي دي.

د دې راپور له مخې، دا لګښتونه له ۲۰۰۱ څخه تراوسه پورې په افغانستان کې د امریکا مصارف ټولټال ۸۲۲ ملیارد ډالرو ته رسوي خو دا پیسې له هغو جلا دي چې امریکا د افغانستان د جګړې په خاطر پاکستان ته ورکړي دي.

د بریتانیا د براون پوهنتون له لوري د جګړې د لګښت د پروژې د سروې له مخې امریکا په افغانستان او پاکستان کې تر یو ملیارد ډالره زیات لګښت کړی دی.

په افغانستان کې د امریکا ډېرې پیسې پر جنګي عملیاتو او د امریکايي پوځیانو پر اړتیاوو لکه د هغوی پر خوړو، جامو، درملو او په ځانګړي ډول معاش او امتیازونو لګېدلي دي.

امریکا ۱۳۷ ملیارد ډالره، چې په افغانستان کې د دغه هیواد د ټول لګښت په سلو کې ۱۶ کېږي، په تېرو ۱۸ کلونو کې د افغانستان پر بیارغونې لګولي دي.

همداراز امریکا د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو (ملي اردو او ملي پولیس) ۸۶ ملیارد ډالره لګولي دي.

پاتې پیسې یې د افغانستان پر حکومتولۍ، د بنسټونو پر جوړولو او بشري چارو لګولي دي.

امریکا له ۲۰۰۲ څخه د تېر کال تر سپټمبر پورې په افغانستان کې په متوسط ډول د ورځې یو نیم ملیون ډالره لګولي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب