محمدشفیق حقپال مې ملګری و، په یوه دفتر کې مو کار کاوه. موږ دواړو د وینې فشار د لوړوالي ستونزه لرله، کله کله به دواړه یو ځای کلنیک ته تلو چې خپل فشار معاینه کړو. د وینې د فشار اندازه مو تقریبآ یو ډول وه کله به لس درجې د ده فشار تر ما لوړ او کله به زما چې سپورت نه و کړی او خپلې روغتیا ته به مې توجه نه وه کړې .
ښاغلی حقپال وروسته بل دفتر ته تبدیل شو، څو میاشتې وروسته زموږ دفتر ته راغی د غرمې ډوډۍ مو خوړله،د هغه د روغتیا پوښتنه مې وکړه، ویل یې : ولا دې ورځو کې ورزش کم کوم فشار مې نور هم لوړ شوی. ما په بیړه وپوښت: معمولآ څو وي؟ ویل یې: کله ۱۶۰ او کله ۱۷۰ وي. ما په خوښۍ او خندا ورته وویل: ښه ښه ډیر ښه، خوشحاله شوم چې فشار مو لوړ دی زما شکر دی نه دی لوړ شوی.
حقپال صاحب وخندل راته کړل یې: چې داسې خبر وای چې ته پرې خوشحالیږې بیا مې کاشکې ویلي وای چې فشار مې ۲۰۰ وي. ما ورته ویل : یه یه خدای دې نه کړي، دومره دې یې هم خدای نه لوړوي فقط چې تر ما دې فشار ټیټ نه وي که ډیر لوړ او خطرناک وي بیا واقعآ خفه کیږم.
موږ همداسې نه یوو؟ موږ غواړو چې نور دې تر موږ په ښه حالت کې نه وي او بیا داسې هم یوو چې په نورو مو ډیره بده ورځ هم نه لوریږي. که د چا حالت تر موږ لږ ښه وي پرې خواشیني کیږو او بدینتي کوو، که تر موږ یې وضعیت لږ خراب وي بیا ډیر خوشحالیږو پخپل حال شکر کوو خو که خدای مه کړه حال یې ډیر خراب وي او د مرګ او تباهي خطر وي بیا پرې خواشیني کیږو او تر خپله وسه ور سره مرسته هم کوو.
لیدلي به مو وي چې که د چا په کور کې مړی وشي موږ معمولآ ورته داسې ډاډ ورکوو چې د نورو حالت ډیر بد دی. د پلانکي غبرګ زامن شهیدان شول. آبله ورځ یو موټر پر ماین برابر شو بسته کورنۍ پکې تباه شوه. مثلآ تیره میاشت په یوه کلي بمبارد وشو د یوې کورنۍ یوه دوه کلنه لور زخمي پاتې شوه نور ټول شهیدان شول، ښه ته فکر وکړه هغه وړه نجلۍ که جوړه هم شي څه به کوي؟ د فلاني د ځوان زوی مړی او ژوندی ورک دی. په مرګ شکر کول ښه نه وي خو بیا دې هم ته پخپل حال شکر وکړه ټول وطن په اور کې سوځي. په دغسې خبرو د غمجن کس یو څه تسلي وشي.
موږ بد نیتي خلک یوو، اول مو په خپلو نږدې کسانو او خپلوانو نیت بد وي د هغوی پرمختګ نه شو زغملی که لږ یې ژوند تر موږ ښه وي پر موږ اور بل وي بیا نو د دې پر ځای چې د خپل ژوند د ښه کولو لپاره کوښښ وکړو ټول وخت د خپل تربور، همکار او ملګري په تخریبولو او خوارولو ضایع کوو. شاعر بسمل څه ښه وایي:
مرګی حق دی خو دا خوند نه کړي بسمله
چې ته مړ یې او د تره زوی دې ژوندی وي
پر موږ که کوم عمومي مصیبت راشي د هغه چاره نه کوو ټول فکر مو دا وي چې که دا مصیبت پر بل ور پیښ شي. د کرونا ناروغي په خپریدو سره مې ډیر ځله په فیسبوک کې د ځینو خلکو لیکنې لوستې دي چې مثلآ لیکلي یې دي که کرونا دا فلانکی وواژه بیا یې منم.
د کابل د شمال یو اوسیدونکي چې په کابل کې له موږ سره یو ځای اوسیده کیسه راته کوله چې خلک خو وایي چې طالبانو د شمالي کورونه وسوځول خو اصلي خبره داده چې د سیمې خلکو د نورو خلکو کورونه ډیر وسوځول. البته د طالبانو په جګړه کې باغونه او کورونه وسوځیدل خو د سیمې کوم کس به چې خپل کورته راغی د خپل کلیوال کور به یې لوټ کړ او بیا به یې اور ور واچاوه.
اوس په افغانستان کې د یوې بې ګټې او کور ورانوونکې جګړې اور بل دی موږ لکه څنګه چې لازمه ده د دې اور په وژلو کې چندان کار نه دی کړی بلکې د ځینو کوښښ دا وي چې کوم سیال یې په دې اور کې وسوځي. زموږ په دې ناوړه جګړه کې انفرادي ترورونه هم زیات دي یو شمیر یې سیاسي انګیزه لري خو ځینې له بدنیتي هم وژل کیږي. ډیر ځله مې اوریدلي دي چې وایي د فلاني روزګار ښه شوی و د نورو دا ښه حالت نه پرې پیرزو کیده هغه دی ځوان او د ګټې وټې زوی یې ور مړ کړ. که سمه څیړنه وشي ډیری ترورونه له بدنیتي دي.
ما ډیر هیوادونه نه دي لیدلي خو هند، پاکستان، ترکیه یو شمیر اروپایي او د منځنۍ اسیا ځیني هیوادونه مې چې لیدلي هیڅ ملت زموږ غوندې بدنیتی ما نه دی لیدلی. موږ تل د یو بل پښې وهلې دي. د نورو هیوادونو خلک هر یو پخپل کار دومره بوخت وي چې بل ته یې ور پام هم نه وي خو زموږ کار همدا دی چې د نورو په کار کې مداخله وکړو او د پرمختګ مخه یې ونیسو.
یوه ټوکه ده چې حقیقت ته نږدې ده وایي په هغه دنیا به دوزخ له افغانانو ډک وي، ځکه چې نور ملتونه به د یو بل په مرسته ځانونه د دوزخ له کندې را باسي خو افغانان به پخپل منځ کې سره بوخت وي که کوم یو کوښښ وکړي چې د دوزخ له کندې را پورته شي بل به یې تر پښو نیسي بیرته به یې دوزخ ته ور اچوي.
موږ د بل ښه ورځ نه شو لیدلی، زموږ نیتونه خراب دي ممکن له همدې خاطره داسې د نړۍ د پرمختګ له کاروانه پاتې یوو. راځئ پخپل حالت فکر وکړو، خپل نیتونه سم کړو که د بل ژوند ښه شي موږ ته نه یوازې هیڅ زیان نه رسیږي بلکې ممکن ګټه یې هم راورسیږي. را ځئ خپل ماشومان عقده یي او بدنیتي ونه روزو، هغوی ته ور زده کړو چې له نورو سره یې که مرسته په وس کې وي و دې یې کړي که نه وي د هغوی په کار کې دې کار نه لري بدنیتي دې نه کوي خپل کار دې وکړي پخپله دې خپل حالت ښه کړي.
راځئ د پښتو په دې متل عمل وکړو چې وایي:
نیت سم نیسه ، اول یې په دښمن نیسه.