یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د واکسین تاریخچه | نګین کرګر

د واکسین تاریخچه | نګین کرګر

نږدی دوه پیړۍ راپه دیخوا انسانان د واکیسن په واسطه د ډیرو خطرناکو ناروغیو ژغورل شویي دي. په ۱۷۹۷ کال کې یو انګریز ډاکټر لومړی کس و چې واکیسن یی وموند.
نوموړي ډاکټر د غوا د چیچک مرض نه التهابی ترشح شوي خیري چې د یوې نجلۍ چې د شیدو لیشولو لپاره د فارم کارکونکې وه په لاس کې یې زخم جوړ کړی و راواخیستل او د یو اته کلن ماشوم په لاس یې ووهه.
نجلۍ د چیچک له لاسه سخته ناروغه شوه خو هلک باوجود ددې چې نږدې هم ګرځیده، په دغه مرض اخته نشو.

نوموړي ډاکټر داسې پیښې د ۱۷۷۰ کال راپه دیخوا له ځانه سره ثبتولې. بیا یې په یوه طبي مقاله کې په خپل لګښت چاپ کړه خلاصه یې لیکلې وه، چې د غواګانو چیچک مرض کولای شي د انسانانو د چیچک مرض نه مخنیوی وکړي او دا داکتر په دغه کار د اوسنیو واکسینو بنسټ ایښودونکی وګرځیده.

ډاکټر جینیر ته څنګه د واکسين مفکوره پیدا شوه؟

په شروع کې ده لیدل چې هغه نجونې چې په فارم کې شیدې لیشې او د غواګانو سره تماس لري په چیچک مرض اخته وي.
او په لاسونو کې یې دانې سختې زیاتې وې. دغه مهال جینیر ساینسي څیړنې شروع کړې او خپل معلومات یی منظم کړل. ده به د نجلۍ د لاس نه اتهابي مواد د یو سالم ماشوم په لاس وموښل او په پای کې به یې لیدل چې ماشوم کله هم چیچک مرض نه نیسي، با وجود ددې چې دغه هلک ددې نجونو سره نږدی تماس درلوده.
ډاکټر جینیر د طبیعي علومو او ساینس سره د علاقمندي په اساس په خپل طبابت کې خورا بریالی شخص و، حتی وروسته به یې په فارمونو کې دنجونو نه دا اوریدل چې مونږ د غوا چیچیک تیر کړی نوره مو دا مرض نه نیسي.دوه کاله وروسته ده خپل هایپوتیزسس یا فرضیه وړاندې کړه چې ټول د فارم حیوانات باید درمل واخلي خو د ډیر مخالفتونو سره مخامخ شو او ډیرو خلکو پرې ملنډې ووهلې.

نن سبا دا خبره ډیره ابتدایي ګڼل کیږي خو جینیر د ننني واکیسن بڼست کیښوده.لږه موده وروسته دجینیر دغه څیړنې که ډیرې ابتدایي هم وي د حکومت او د اروپایي ټولنې لخوا د هرکلې سره مخامخ شوې. لمړی سر کې واکیسن دومره جدي نه ګڼل کیدل خو کله چې د واکسینو وقایوي ارزښتونه برسیره شونو په نولسمه پیړۍ کې واکیسن په اروپا او امریکا کې د دولت لخوا جبري اعلان شو.

د ماشومتوب دورې مکمل واکیسن دوره په شلمه پیړۍ کې سټنډرډ (معیاري) شو چې باید هر ماشوم د مکتب تګ نه دمخه دغه دوره وقایوي واکیسن سر ته رسولې وی.د روغتیا نړیوال سازمان او د یونسېف سازمان په کال ۱۹۷۴ کې یو نړیوال کمپاین پیل کړ. دا کمپاین د ماشومانو د واکیسن یو نړیوال کمپاین و چې د ساري مرضونو د مخنیوي لپاره په بشپړه توګه ترسره شو تر څو د ماشومتوب دغه مرګونې ناروغۍ له منځه لاړې شې. د همدې کمپاین له وجې د چیچک مرض په پراخه کچه په نړۍ کې دمنځه لاړ او د نړیوال سازمان دغه وقایویي کمپاینونه د مثبتې پایلې له امله تر نن پورې دوام لری.

لکه څنګه چې زیاتره داروګان کیمیاوي مالیکیولونه دي واکیسن هم بیالوژیکي مالیکولونه دي دا ځکه چې د بیالوژیکې پروسې په نتیجه کې دا جوړیږي.

واکیسن د یوې باکتریا یا ویروس د حجرې یوه برخه کیدای شي. دا کولای شي یوه مکمله ضعیفه کړای شوې ژوندۍ حجره اوسي یا نیمه د ویروس او باکتریا مړه حجره اوسي. دغه درمل ته بیالوجیکس وایي او نن سبا په طبابت کې د بیلابیلو مرضونو لکه د سرطان د تداوۍ لپاره هم استعمالیږي.

واکیسن په پنځه ډوله ویشل شوي دي

۱-ضعیف کړای شوي باکتریا یا ویروسي حجره لکه د انفلونزا ، سرخکان، کله چرک او زیړه تبه.
۲-غیر فعال یا مړ ویروسي یا باکتریایي حجره لکه د هیپتایتس A او سیاه سرفه واکیسن.
۳-زهري حجرات یا توکسوید واکسین لکه د دیفتري او تیتانوس واکسین.
۴-د ویروس یا باکتریا یو واحد مثلاً د هیپتایتس B واکسین چې د یوډول پروتین څخه جوړ شوي دي.
۵-او یا یوځای شوي حجرات لکه د نمونیا او میننجایتس واکسین.پولیو واکسین هم د همدې پنځه ډوله واکسینو څخه یو دی. چې په دوه ډولونو دي یو چې د څاڅکو په شکل دي او بل یې د ستنې په واسطه عضله کې پیچکاري کیږي.

د پولیو د واکسین څاڅکي د مګنیزیم کلوراید (مالګه) محلول دي چې په دې کې د معافیت په خاطر د ویروس نیمګړۍ پروتین د ۲۵ مایکرو ګرام یعنې د ملي ګرام یوزرمه حصه ستریپتو مایسین او نیومایسین هم حل شوي دي. دې ډول ته OPV ویل کیږې.

بل ډول یې چې IPV واکیسن دي د پولیو د دریو واړو ویروسونو په وړاندې معافیت ورکوي. دې واکسین کې د پولیو دری واړه ویروسونو غیر فعاله حجرې او پروتین موجود دي، چې د ستنې په واسطه باید یو مسلکي شخص هغه تزریق کړي ځکه د ستنې وهلو زاویه په عضله کې مهمه ده.

واکیسن ته ددې په خاطر په طبي درملو کې بیالوجکس وايي ځکه دا دیوې ژوندۍ حجرې د پروتینو ، قند یا دی ان ای څخه جوړ شوي دي. دا ژوندۍ حجرې کیدای شي د یو تي لرونکي حیوان لکه خنځیر ، غوا ، یا مرغان ، حشرات نباتات ویروس یا باکتریا اوسي.
کیمیاوي درمل د کیمیاوي تعاملاتو په نتیجه کې جوړیږي او بیالوجکس د یوې حجرې څخه یا د بیالوژیکي پروسې په نتیجه کې جوړیږي چې لګښت او خوندي کول یې خورا ګران دي. بیالوجکس درمل مثلن انسولین او کیمیاوي درمل مثلن اسپرین.
واکسین د تیرو دوه پیړیو څخه راپه دیخوا یواځیني مؤثر وقایوي درمل شمیرل کیږېي، چې د فارمې حیواناتو او انسانانو د بقا لپاره یوه ډیره مهمه لاس ته راوړنه ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب