Homeخبرونهدایکندي: د الوویرا کرکیله لومړی ځل یوې ښځې پیل کړه

دایکندي: د الوویرا کرکیله لومړی ځل یوې ښځې پیل کړه

تاند(چهارشنبه، د قوس ۲۰) د دایکندې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د لومړي ځل لپاره، د یوې مېرمنې له خوا په دایکندي کې د الوویرا کرکېله پیل شوه.

یاد چارواکي زیاتوي چې د لومړي ځل لپاره د نیلي ښار د ښځو شورا رییسې جمیله سلطانې له خوا په دې ولایت کې د الوویرا طبي بوتې د کرکېلي تجربه ترسره شوې ده.

د نوموړو په وینا مېرمن سلطاني له کابل څخه د الوویرا بزغلي وړې وه او په هغه شنه خونه کې، چې دا یې په خپل شخصي لګښت جوړه کړې ده کرلي دي.

د دایکندي د کرنې ریاست هم د مېرمن سلطاني د هڅوونې په پار ورته یوه شنه خونه جوړه کړې ده.

د دایکندي دکرنې ریاست زیاتوي، چې دایکندي د الوویرا کرکېلي لپاره مناسبه هوا لري.

الوویرا چې یو صنعتي او طبي بوټی دی، حاصلات یې لومړی ځل د افغانستان د تخار ولایت څخه کندوز او مزارشریف ته ورسېدل او تر هغه وروسته یې په تخار ولایت کې ښه حاصل ورکړ چې د بزګرانو پام یې ځان ته ور واړاوه.

که څه هم دا بوټی په افغانستان کې کم خلک پېژني خو هیلې دادي چې د حاصلاتو بازار به یې وغوړیږي.

څېړنو ښودلې چې د الوویرا عواید، له کوکنارو او آن له انجو هم ډېر دي، ځکه انجه له کرلو لږ تر لږه څلور کاله وروسته حاصل کوي، خو الوویرا د کال څلور ځله حاصل ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...