جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهار کې نا پېژاندو وسله والو ښځینه خبریاله ملاله میوند وژلې ده

ننګرهار کې نا پېژاندو وسله والو ښځینه خبریاله ملاله میوند وژلې ده

تاند (پنج شنبه، د قوس ۲۰).د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي د دې ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې نن سهار نا پېژاندو وسله والو پر خبریالې ملاله میوند وسله وال برید کړی.
دوی وایي پر ملالې برید د هغې د کور مخې ته شوی او د چارواکو په خبره نوموړې دندې ته روانه وه.

ملالې میوند اوسمهال په ننګرهار کې د انعکاس په نوم له یوه سیمه ییز تلوېزیون سره دنده لرله.

روغتیایی چارواکي وایي ملاله لومړۍ په ټپي حالت کې روغتون ته راوړل شو خو وروسته یې له سختو ټپو ساه ورکړه.

بل لورته د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي دا برید نن سهار شاوخوا اوه بجې شوی چې د ملالې ترڅنګ یې موټر چلوونکی هم وژل شوی دی.

د دې برید لامل لا معلوم نه دی.

بل لورته تر اوسه د برید مسوولیت هم چانه دی منلی.

2 COMMENTS

  1. الله ج دې وبخښي او کورنې ته یې صبر جمیل غواړم، دا ډول زنځیري وژنې څوک کوي او ولې یې کوي ولې قاتلین نه نیول کیږي په دې نیژدې وخت کې درې خبریال شهیدان شول، سیاوش، داعي او نن دا خورکی ملاله، د ټولو یو ډول دي ټول دندو ته په لار وو او ټول د کور سره نیژدې شهیدان شوي تقریباً ټول د سهار پر مهال شهیدان شوي، دا وژنې چې هر څوک کوی خو مسوولیت یې دولت ته راجع دی ځکه چې دولت اوس د خلکو د امنیت مسوولت لري.
    زموږ پوښتنې باید ځواب شي هدفي وژنې څوک، ولې او څنګه ترسره کوی؟
    ژوندی دې وي لوی افغانستان

  2. ټایګر صاحبته دې وویل شي چې یا خو ډیر ساده یې یا دې ځان ناګاره کړی د دري ژبو په وینا (خوده به کوچه حسن چپ می زنی.)
    حکومت خو ښکاره هر برید غندلی له ولسمشر نه رانیولې تر ولسکشره پورې ټولو اعلامیې خپرې کړي خو طالب کاکا دې چیري دی؟
    ایا تر اوسه یې د الیاس داعي په شهادت کې لاس درلودل رد کړي. غندل خو پرېږده
    او بل ټولو ته معلومه ده چې اوس طالب کاکا د پخوا په شان د بریدونو مسوولیت د دې لپاره په غاړه نه اخلي چې غواړي ځان اهلي وښيي او په ساسیت کې راګډ شي
    د آی اس آس د پلان سره سم اوس به کار طالب کوي او مسوولیت به یې داعش مني

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب