جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد قربانیانو ملي شبکې په هېواد کې د جګړې د درېدو غوښتنه...

د قربانیانو ملي شبکې په هېواد کې د جګړې د درېدو غوښتنه کړې

 تان(چهارشنبه، د قوس ۲۰) د افغانستان د جګړې د قربانیانو ملي شبکې په یو پرېکړه لیک کې په جګړه کې له ښکېلو خواوو غوښتې چې جګړه دې ژر تر ژره ودروي او په هېواد کې دې د تلپاتې سولې راوستلو لپاره کار وکړي.

د افغانستان د جګړې د قربانیانو شبکې په یو اته ماده‌ییز پرېکړه لیک کې پر افغان حکومت او طالبانو غږ کړی چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي او په افغانستان کې دې د تلپاتې سولې لپاره کار وکړي.

په دغه پرېکړه لیک کې په لومړۍ ماده کې راغلي، دواړه لوري دې لومړی په مذاکراتو کې د پرمختګ لپاره اوربند وکړي، دوی وایي، ترڅو چې په هېواد کې جګړه او تاوتریخوالی روان وي د مذاکراتو د پرمختګ امکان ستونزمن دی.

دغه راز په دویمه ماده کې راغلي، د جګړې قربانیان له جنګ ستړې دي په مذاکراتو کې باید د جګړې قربانیانو ته د عدالت رامنځته کولو تضمین ورکړل شي دوی وايي، هغه زیانونه چې په جګړه کې خلکو ته رسېدلي دي باید د هغه جبران ورکړل شي.

دغه راز په بله ماده کې د دې یادونه شوې چې په مذاکراتو کې باید د جګړ قربانیانو ته ځای ورکړل شي، دوی وایي، د دې پر ځای چې په مذاکراتو کې باید هغه کسانو شتون لرولو چې په دې جکړه کې اصلي قربانۍ ورکړې دي او په تېرو ۱۹ کالو کې یې ډېر څه له لاسه ورکړي دي، خو داسې کسان په مذاکراتو کې تللي چې  په دې نه دې خبر چې جګړه څومره تاوان لري او د جکړې اصلي قربانیان څوک دي.

دوی دغه راز په مذاکراتو کې د دواړو خواوو غوښتي چې په روانو خبرو کې د افغانستان د جګړې د قربانیانو او معیوبینو غوښتنو ته هم پاملرنه وشي او په خپله اجنډا کې یې شامل کړي.

یادې شبکې په مذاکراتو کې د پرمختګ او د کامیابېدو راز د نړیوالې ټولنې ملاتړ یاد کړی دی، دوی پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې ژر تر ژره دې د له روانو خبرو ملاتړ وکړي.

دوی زیاتوي، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ځوانانو مدني ټولنو د رسنیو مېرمنو او د بیان د ازادي هغه لاسته راوړنې چې په تېرو ۱۹ کالو کې یې مبارزه کړې ملاتړ او تضمین یې وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب