جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد افغان خبریالانو په ګډون ګڼو کورنیو او باندنیو مقاماتو د ملالې...

د افغان خبریالانو په ګډون ګڼو کورنیو او باندنیو مقاماتو د ملالې میوند وژل کېدل غندلي

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۰) ولسشر محمد اشرف غني، د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر، د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون، برېتانیا، اروپايي ټولنې او ګڼ شمېر افغان خبریالانو په ننګرهار کې د یوه خصوصي راډېو ټلویزیون پر خبریالې ملالې میوند برید غندلی دی او غبرګونونه یې راپارولي دي.

ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: «د افغانستان دښمنانو په جلال اباد ښار کې د انعکاس راډیو ټلویزیون خبریاله ملاله میوند او د هغې موټر چلوونکی نن سهار په یوه تروریستي برید کې شهیدان کړل.»

ولسمشر غني ویلي افغان خبریالان په سختو شرایطو کې کار کوي او دغه برید یې یو بشري جنایت بللی دی.

په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د بیان ازادي چې د افغانانو حق دی په دا ډول بریدونو نه محدودېږي او حکومت یې ساتنې او پالنې ته ژمن دی او له اړوندو مسؤلینو یې غوښتي چې د پېښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

دغه راز د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله پر ملالې میوند برید غندلی او له اړوندو چارواکو یې غوښتي چې د پيښې عاملین ونیسي او سزا ورکړي.

بل خوا د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون پر مېرمن میوند دغه وسله وال برید په کلکه غندلی دی.

د بشري حقونو کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر پر خپل ټوېټر لیکلي، په افغانستان کې روانې جګړې د زرګونو افغانانو ژوند اخیستی او د ملالې میوند په څېر یې لسګونه ډېوې خاموشې کړې دي.

د ښاغلې اکبر په خبره د خبریالانو، بشري برخې د فعالینو او ملکي وګړو وژل جنګي او نه بښل کېدونکی جنایت دی او پر ښکېلو لورو یې غږ کړی چې د ملکي او بې وسلې خلکو له وژلو لاس واخلي.

په همدې حال کې برېتانیا هم په جلال اباد کې د خبریالې ملالې میوند وژل کېدل غندلي دي.

په کابل کې د برېتانیا سفیرې آلیسون بلیک پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ټول باید په افغانستان کې د بیان ازادۍ د ملاتړ او خوندیتوب لپاره سره متحد شي او پر افغان حکومت یې غږ کړی چې ددغه برید عاملین ونیسي او عدالت ته یې وسپاري.

اخوا بیا اروپايي ټولنې هم دغه برید غندلی دی او ویلي یې دي: «د رسنیو پر استازو برید د بیان پر ازادۍ برید دی او هېڅکله هم د زغم وړ نه دی. موږ تمه لرو چې د دې وحشي برید څېړنه وشي او عاملین یې محاکمه شي.»

له دې سره سره ګڼ شمېر افغان خبریالانو هم د ملالې میوند وژل کېدل غندلي او له حکومته غوښتنه کوي چې نور دې د دا ډول بریدونو مخه ونیسي.

خبریال میرویس ستانکزي پر خپله فېسبوک پاڼه د ملالې میوند له یوه عکس سره لیکلي: « ملاله رښتيا ملاله وه! خو مونږ بدبخته يو او تل به بدبخته پاتې يو. وحشيان لګيا دي يو يو غږ خاموشه وي او موږ يې تر خپل نوبته ننداره کړو.»

لیکوال او ژورنالېست سعید شینواري هم د ملالې میوند په مرګ خواشیني ښودلې او پر خپله فېسبوک پاڼه یې داسې لیکلي: « ویده شه یتیمې، رنځورې او بېکسه ملالې! ته مخکې موږ درپسې یوو، په دې وطن کې د ژوند انجام همدا دی. نکیر منکر که درته راغی او درته یې وویل چې ((من ربک؟)) ته ترې وار واخله او ویې پوښته چې (( بای ذنب قتلت)) د خپل شهید بدن پر ګلګونو زخمونو دې پام کوه، د حشر په ورځ به یې حساب غواړې. د دې حساب هم وکړه چې زما بې کسه او بې سرپرسته کورنۍ له ما وروسته څه خوړل؟ خاورې….؟؟؟؟»

د دوی سره سره ګڼو نورو افغان خبریالانو دغه برید غندلی او له حکومت غواړي چې ددا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره بیړني اقدامات وکړي.

ملالې میوند چې له تېرو څو کلونو راپدېخوا یې په ننګرهار کې د انعکاس په نوم له یوه خصوصي راډېو ټلویزیون سره د خبرونو او سیاسي خپرونو په برخه کې د ویاندې په حیث کار کاوه نن سهار په جلال آباد ښار کې له کوره د دفتر په لور روانه وه چې وسله وال برید پرې وشو.

په دغه برید کې خپله میوند او د هغې موټر چلوونکی وژل شوي دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت کوم چا یا ډلې نه دی اخیستی او نه یې هم لامل معلوم دی.

دا په تېره کابو یوه میاشت کې درېیم افغان خبریال دی، چې وژل کېږي.

تر ملالې میوند کابو دوه اوونۍ وړاندې په هلمند کې د ازادي راډېو خبریال الیاس داعی د ماین په یوه چاودنه کې ووژل شو، او تر هغې څو ورځې وړاندې بیا د طلوع نیوز پخوانی خبریال یما سیاوش په یوه ماین چاودنه کې وژل شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب