Homeخبرونهبلخ کې ترافیکي پېښې د شپږو کسانو ژوند واخیست

بلخ کې ترافیکي پېښې د شپږو کسانو ژوند واخیست

تاند (پنجشنبه د قوس ۲۰) د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پيښه له امله شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او نور ټپیان دي.

د شولګرې ځايي چارواکو ویلي، دا پيښه پرون چهارشنبه مازدیګر په حلقه جر سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورونو له مخې پېښه د یوه بار وړونکي او یوه سراچه ډوله موټرو د ټکر کیدو له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا د بار وړونکي موټر چلوونکی نیول شوی دی.

باید وویل شي چې له جګړو ور اخوا په افغانستان کې هر کال سلګونه کسان د ترافیکي پېښو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د لارو خرابوالی او د ترافیکي نښو نشتون، د دې پيښو اصلي عوامل بلل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...