تاند( پنج شنبه، د قوس ۲۰) ننګرهار کې خبریالان د وژل شوې خبریالې ملالې میوند په وير کې سره ټول شوي او له حکومته سخت ګیله من دي.
دوی وایي حکومت په بشپړه توګه د خبریالانو په ساتنه کې پاتې راغلی او هېڅ ژمنه یې نه ده عملي کړې.
ختیځ کې د یو خصوصي تلویزیون خبریال رحمت الله زیارمل وایي: 《نن د خبریالانو پر کورنۍ قیامت دی، حکومت هر وخت ژمنه کوي پوره کوي یې نه موږ هیله لرو چې دوی دې نور موږ ته دروغ نه وایي او زموږ خوندیتوب ته دې پام وکړي.》
ننګرهار میشتي خبریالان داسې مهال پر حکومت نیوکه کوي چې تازه نن سهار د جلال اباد ښار په درېمه ناحیه کې یوه ښځینه خبریاله ملاله میوند دندې ته د تلو پرمهال وسله والو په ډزو ووژله.
د ملالې پر مړینه هيواد د لوړپوړو چارواکو په ګډون د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو هم سخت غبرګونونه ښودلي.
دټولنیزو رسنیو افغان کاروونکي وایي حکومت دې نور د بې ګناه خلکو د وژل کېدو مخه ونیسي.
د ننګرهار خبریالان د جګړې له خواوو هیله لري چې د دوی له ځنځیري وژنو دې لاس واخلي.
دوی زیاتوي خبریال بې طرفه دي او جګړه پالونکي دې خبریالان نه په نښه کوي
بل لورته یو شمېر ښځینه خبریالانو هم پر ټولنیزو رسنیو د ملالې د انځور په خپرولو سره سخت غبرګونونه ښودلي.
دوی حکومت د خبریالانو د خوندیتوب په ځانګړي ډول د ښځینه خبریالانو په خوندیتوب کې پاتې بولي.
دا په هېواد کې د خبریالانو د وژل کيدو لومړنۍ پېښه نه ده او ښایي وروستۍ هم نشي.
خو عام خلک او خبریالان د جګړې له ښکیل لوریو د جګړې د بندیدو غوښتنه کوي.