جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې یوه نوې زېږېدلې نجلۍ د پيدایښت سره سم د ټولنې د...

ننګرهارکې یوه نوې زېږېدلې نجلۍ د پيدایښت سره سم د ټولنې د بدکلتور ښکار شوه

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۹) د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې یوې کورنۍ یو نوی زېږېدلی ماشوم په دې نوم روغتون کې پريښې چې نجلۍ ده.

یوې سرچینې تاند ته وویلې چې دا نجلۍ په يو خصوصي روغتون کې پرېښودل شوی دی.

نوموړی وایي《 يوې مور چې دوه اولادونه يو هلک او انجلۍ یې زېږولي وو، د زيږېدلو ماشومانو کورنۍ هلک له ځان سره کورته وړی او انجلۍ یې په روغتون کې پريښې ده.》

سرچینه وایي چې کورنۍ یې ياده نجلۍ د دې لپاره روغتون کې پريښي چې، وایې کور کې یې نجونې ډيرې دي او هلکان کم و.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو هم پر دې پرېکړې سخت غبرګون ښودلی دی.

هڅه مو وکړه په دې اړه د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسوولانو نظر هم ولرو خو هغوی ځواب را نکړ.

5 COMMENTS

  1. د لیکنی عنوان ډیر مرموز ښکاری
    نن سبا په هیڅ بشری ټولنه کی د نجلی شتون ته په بده سترګه نه کتل کیږی او زموږ په ټولنه کی که څه هم د هلک شتون تر نجلی خوږ دی خو هیڅ مور یا پلار خپل تازه اولاد ته د نجلی توب له امله د پلار توب او مورتوب او اولاد توب له حقیقت څخه انکار نه کوی او ممکن ددی تازه لنګی سوی مور د انکار انګیزه او علت کوم بل څه وی
    بناً
    دا به ډیر سپک تعبیر وی چی ګواکی
    نجلی د ټولنی د بد کلتور قربانی سوه

  2. همدا بدبختي ده چی افغانستان د الله ج له عضابه خلاصون نه لری. ځانونه مسلمانان ګڼو خو کارونه مو د یهود هم بدتره دی شرم هم حد لری اولاد خوږ وې که هغه هلک او یاهم جنی وی

  3. دا زمونږ په ټولنه کې یو واقعیت دی چې نر ته په ښځه باندې ترجیح ورکوو. د دغسې تعصبونو رېښې په هغه ځایونو کې دې چې ښځې ته یې داسې حیثیت او منزلت ورکړی. ښه بېلګه یې د څلورو ښځو کول دي. هر څوک غواړي چې ډېر زامن ولري خو که ښځه نه وي او یا نه وای، انسان به نه وای. زمونږ په ټولنه کې چې کوم ظلم د ښځې سره کېږي، ساری یې په نړی کې نه لیدل کېږي. د هغې ورځې په امید چې ښځې ته د نر سره سم د انسان په سترګه وکتل شي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب