شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له څه سره چې مخامخ کیږو، باید په نوم یې په پښتو...

له څه سره چې مخامخ کیږو، باید په نوم یې په پښتو هم وپوهیږو

  ډا کترماخان میږی شینواری

د نوو یا لږ نوو شیانو سره چې مخامخ کیږو، نو دا اړیینه ده، وپوهېږو، چې په پښتو څه بلل کیږي.

په ژبه یا ژبو کې ویونه څنګه منځ ته راغلي؟ او یا موږ د څو ډوله ویونو سره مخامخ یو؟

ایا د یوې ژبې ویونه په بله ژبه انډول ژباړل کېدی یا انډول یې لیکلی شو او که څنګه او یا یې همداسې پريږدو، لکه تراوسه مو په ټولو پوهنو کې همغه دباندني نومونه پرېښولي، له ښوونځي نیول تر پوهنتونه، چې ګوندې ژبه مو نوره ستونځمنه نه شي؟

موږ په ژبه کې مڼخ ته راغلي ویونه په لاندې درې ډوله وېشو:

لومړی: هغه ویونه چې د پیداېښته را سره د اړتیاو له امله منځ ته راغلی یا  راپیدا دي. دا ډول ویونه په هره ژبه کې انډول لري. داس ویونه یاوی، چې په یوه ژبه کې وي او انډول یې په بله ژبه کې نه وي، ډېر کم دي. دا سې کېدی شي، چې د یوې ژبې یوه وي ته په بله ژبه کې څو انډوله شتون ولري. 

دا ځکه داسې ده، چې د هرې ژبې ویونکي دا له سره مل ستونځې همغه ستونځې دي.

موږ چې په پوهنه کې نومونه کاروو، نږدې ټول یې عربي دي او موږ یا زموږ پوهانو دا جرآت نه دۍ کړی، چې د دې عربي وي لپاره پښتو انډول ولیکي او یا شايي په هغو وختونو کې به داکار ستونځمن وو، ځکه پوهنه مو باید د لومړي ځل لپاره له عربي یا فارسي رانیولې وی، چې له هغه وخته یې دا پښتو راته اړیین  نه برېښېده.

بېلګه: پښتو غونډوسکه یا پنډوسکه او که غواړۍ توپ، الماني او انګرېزي یې بال، چې د عربي د کرې سره انډول دي. باور وکړئ، چې ما افغانستان د علومو اکادمي، نصاب او د پوهنتون له استادانو پوښتلي، چا راته سم ځواب نه دۍ راکړي پرته له یوه ملا صیب څخه چې هغه په عربي پوهېده.

موږ ته دا خپله غونډوسکه داسې لږ همداسې بې ځایه یا کم ارزښته برېښي یا همداسې د لوبو یو شی، چې ګوندې دا په پوهنه کې غواړي، چې په ځمککچپوهنه کې د کارولو ښه نه راته برېښي، ځکه  ورسره بلد نه یو، خو کره یا بال همدا شی دۍ، که غواړو او که.

دویم : د هغو شیانو نومونه، چې د تخنیکي ودې سره جوړشوو شیانو نومونه دي. دا زیات یې هغه نومونه دې، چې د دې جوړ شوي، جوړوونکو کسانو ژبو څخه منځ ته راغلي، چې زیات یې د همغو ژبو د پیداېښتي ګډوله نومونو څخه موخه ور جوړ دي.

په پوهنیزو نومونو کې هم داسې ده، چې هر نوم د خپل ځان لپاره یو کره پېژند لري، چې د همغه پېژند له مخې دا بیا د يوې ژبې وی یا نوم د بلې ژبې د نوم سره د ادڼدول له مخې پرتله کیږي. راځې چې وګورو، چې په پښتو کې دا نومونه څنګه برېښي؟

زه دا د نومونو انډول د شمېرپوهنې څخه ستاسو مخ ته ږدم. دلته تاسو یواځې یو څه ته وګورۍ، چې دا سم دۍ او که؟ 

دا چې دا په پښتو کې سختیږي او که اسانیږي، ورځنی دې شي او که؟ په دې سملاسي پرېکړه مه کوي، دا د روښانونې په څېر ولولۍ او فکر یې په سمون او ناسمون وکړۍ.

موږ به په لاندې روښانه کړو، چې یو وی څنګه  ویکتاب یا ډکشنري کې روښانه او شنل کېدی شي: 

له پیله یوه یادونه: دا چې په مسلکي اړخ کې دا اړیین دي او که، نه؟ دا بله خبرهده، خو دا له دې امله غوره دي، چې په پښتو ژبه کې یې انډول څه شی دۍ او دا لږ ترلږه د ژبپوهانو د مینې سره سمه وي.

 بېلګه : function (لاتین وی دۍ خو دې نورو ژبو هم دا نیولی او د خپلې ژبې انډولی یې هم ورته لیکلی او  په ورځني ژوند کې ترې پوهېدنه یې دنده ده): په شمېرپوهنه کې موږ د انګرېزي د  function او الماني die Funktion دا ویونه په خټه کې لاتین دي اوعربي تابع څخه چې دا څه شی دې او د پښتو انډول به یې څه وي؟

د فنکشن مانا په ورځني خبرو کې دنده ده، خو شمېرپوهنه کې  فنکشن ته په انګرېزي mapping وایې او الماني فونکڅیون ته  die Abbildung وایې په عربي چې موږ  یې کاروو تابع ورته وایي، چې په پښتو د څېرونې انډول ترې پوهېدنه نه ده، چې روښانه به یې کړو.

پېژند یې: فنکشن د یوې ډېرۍ توکي د یوې بلې یا همغئ ډېرۍ په ټیک یوه توکي څېره کوي، یعنې په الماني اببیلدن کوي او انګريزي یې مېپینګ کوي او موږ ورته وایو چې څېره کوي. نورې پېچلتیا پسې نه ځو، خو دلته پوهېږو، چې په پښتو به دې ته څېرونه یا څېره کونه ووایو.

f : x -> y

په خواشینۍ باید ووایم، چې زه دا ایکس توکی دۍ، له لوي ایکس او داسې نور نه شم لیکلی، خو موخه مې ترې شمېرپوهنیز څه هم نه دي،  روښانه کوو.

په پورته کارونه کې د اېف دنده ده، چې ایکس په اپسېلون څېره یا مېپینګ یا اببیلدن کړي، نو له دې امله دې کارونې ته په انګرېزي مېپينګ، الماني اببېلدونګ، چې پښتو انډول یئ څېرونه یا څېره کونه ده او نه بل څه.

په پورته کارونه اېف کې ایکس او اېپسیلون دواړه واریابلې، عربي یې متحولې، چې پښتو انډول یې اووښتونې دی. اېکس خپلواک او ايپسېلون بلواک دۍ، ځکه د اېپسیلون ارزښت د ایکس په واک کې دۍ.

دا چې په عربي کې ورته تابع، وایې موخه به یې ترې اېپسېلون وي، چې هلته څېره کیږي او هغه تابع دۍ، نور – لکه د انګرېزي او الماني په څېر- نه پرې پوهېږم.

اوس به نو دا په پښتو داسې ووایو: کارونه (زما په اند چې اړیینه به نه وي، چې عملیه ورسره ولیکم) اېف ایکس په ایپسېلون څېره کوي یا د اېف کارونې سره ایکس په ایپسیلون څېره کیږي. چې لومړۍ یې خپلواکه او دويمه یې بلواکه اووښتونې ده (اوړېدونې نه لیکم، ځکه چې اوړېدونې یو بل څه ته وایي که یوه کږه ولرو او هلته یو موټر ځې او داسې یوځای یا ښه یې ټکی راشي، چې دا موټر په دې ټکې د لور څخه  واوړي یعنې لور داسې بدله کړي، چې په کږه پاتې شي، نودې ته اوړېدنه او دې ټکي ته اووړونټکی (په الماني کې ورته Wendepunkt وندې پونکت وایی او عربي کې د انعطاف ټکی (په ورځنۍ خبرو کې وایو، چې هغه انعطافمنونکی نه دې په دې ترې پوهېدنه یا مانا، چې له خپلې خبرې نه اوړي)) وایو). دا اووښتونې او اوړېدونې به سره په همغه ترې پوهېدنه وي، خو که په شمېرپوهنه کې یې غواړو وکاروو، نو باید د کارونې موخې یې سره توپیر کړای شو، ځکه یو نوم  په پوهنه یا شمېرپوهنه کې د دوه شیانو لپاره نه کارول کیږي.

یا د فنکشن دا پېژند لنډ بې له بېلابېل دولونو: په شمېرپوهنه کې فنکشن یا څېرونه د دوه ډېریو منځ کې اړیکې دي، چې د یوې ډېرۍ (د خپلواکو اووښتونو ډېرۍ، د خپلواکو ارزښتونو -) هر توکی د بلې ډېرۍ (څېره ارزښت ډېرۍ، بلواک اووښتونې -، بلواک ارزښت -) په ټیک یوه توکي څېره یا تنظیم شي. دا د فنشکن کلیمه په ادبیاتو کې په بېلابېل ډول پېژندل کیږي یا بېلا بېل پېزندونه ورکول کیږي. موږ یې نور نه څېړو.  

راځئ چې اوس لنډ یو بل شمېرپوهنیز نوم هم وڅېړو:

د فرنشلشمېرنه: دا د لاتین څخه دۍ، پښتوانډولیې کمښتشمېرنه راځي او  په شمېرپوهنه یې کارونه په نږدې همداسې موخې ده. دا په هره ژبه کې د همغې موخې له پاره کارول کیږي، چې په ګوته کوو یې.

انډول یې یا ښه بلل یې عربي مشتق، الماني die Ableitung او انګرېزې یې   derivative دي، دا څه کارونه ده؟ 

لنډ: په دې کارونه کې څېرون- ارزښت یا فنکشن – توان په یو کمیږي. له دې امله یې د پښتو انډول هم رابېلېدنه ده. په دې نورو دوه ژبو خو پوهېږم، چې انډول یې رابېلیدنه ده، خو ګومان مې دۍ، عربي کې به مشتق هم – چې اشتقاق به په کې راځي- د رابېلېدنې په ترېپوهېدنه وي.

دا بېلګې لږ ستونځمنې دي. راځۍ چې یوه ساده بېلګه یې هم راوړو.

موږ په ښونځې کې مثلث لوستل او باور وکړۍ، چې په هغه پښتو انډول ترېپوهېدنه یې دا اوس هم نه پوهېږم، خو د الماني او انګرېزي نومونو په ترېپوهېدنه یې پوهېږم، تاسو سره یې ګډوم.

انګرېزي یې triangle، الماني یې dreieck دلته له همدې سره له دې ستونځې مخ شو، چې د انګرېزي انګل خو په الماني کې وینکل  Winkel ده، نو دا څه خبره شوه.

 په المان کې جوړښتونه لکه پښتو کونجونه او ګوډونه لرۍ، چې د کونج انډولی وینکل او ګوډ انډول یې اېکې دي او په انګرېزي کې لکه فارسي یواځې انګل لرې. دا په دې ترې پوهېدنه چې د نننۍ کونج او دباندنی ګوډ دۍ (موږ ورته  د کندهار شاوخوا ځایونو دي ته  ګوټ هم لرو، خو نه پوهېږم، چې هغه هم همدا ګوډ دۍ او که څنګه؟ دا به ژبپوهانو ته پرېږدو).

ما له دې امله دامثلث د الماني ژبې په څېر درېکونجی نه دۍ لیکلی او انډول یې درېګوډی دۍ. یو چا راته وویل، چې ګوډ خو ګوډ ته وایي. زماځواب وو چې څوک پښه سمه نه شي غزولی غزولی ګوډ دۍ او دلته هم چې دا کرښه سمه نهځي، نو ګوډ جوړوي.

اوس به راشو یو څو نورو تخنیکي نومونو ته: 

یو – په فابریوکو کې پټۍ دي، چې کار ګر مالونه په ږدي، هغه ځغلي او دا ملونه له یوه ځایه بل ځای ته وړي.

دوه– چې په مغازو او یا نورو دګڼوګونې ځایونو خلک ښکته-پورته کيږي د هغو لپاره هم دا پوړۍ جوړي دي، چې څرخي او همداسې په هوایي ډګرونو کې داسې پټۍ دې، چې هغه تل په خوزښت کې او مسافر یا په دريږي او یا  پرې ځي.

درې – دا څېره شوې اله: 

په فیسبوک کې مې هغه تېره ورځ د لاندې خوندويونې سره یوه لیکنه خوره کړې وه. داسې څوک ورسره ډېر خوښ نه وو، چې ګونې زه دا ژبه سختوم او نوي ویونه پیدا کوم. زه په ژبه کې د نوي ویونو پیدا کولو سره سم مخامخوالی لرم او چا چې پیدا کړي هغه هم ټولناسم دي، نو له دې امله دا لیکنه (په دې هکله مې کتاب په کتابتون کې کتلی شئ او یا په همدې خپرونه کې هم).

پرون مې د بوټ سره ستونځې پیدا کړې. د درځتړونی، راکښنپتری لوېدلی وو. که د تړوني تړنپتری؟ 

موخه: الماني Zip verschluss oder Zipp – یا  Reissverschluss انګرېرېزي  zip fastener یا لنډ   zipperستاسو خوښه، چې چې په څه ترې پوهېدنه یې په پښتو  خانونه وپوهو او که نه او  یا به زما ناسمونو چېرته وي؟ زه یې د پښتو د نوم سره نه یم مخامخ شوی.

بیا یادونه: د د بلې ژبې هر وي لپاره که د پښتو وی وي، نو هرومرو دې وکارول شي، دا ساده او د راتلونکو لپاره زر پوهوړ دي.

دریم : هغه نومونه دي، چې د اړتیاوو سره سم منځ ته راغلي، خو دا د هغه چا یا هیواد د ژبې نومونه دي، چې دا نوم په کې د لومړي ځل لپاره کارول شوی او په بله ژبه یې موخه وره ژباړه نه کیږي، چې دا بیا همهغسې نیسو، لکه د عربي معیار ، چې د لاتین د ستاندار( ایستاندارد ناسم دی) د سره انډول دی.

زموږ پښتانه لیکوالان غواړي، چې دا معیار یا ستاندار هم په پښتو کړي، خو دا په پښتو کې انډول نه لري، لکه په دې نورو ژبو کې پرته له عربي، چې زما په ګومان ستاندارد او معیار سره انډول دي.

خبره اوس دا ده، چې موږ پښتانه د هغو ویونو لپاره، چې انډول یې هرو مرو شته وي، په پښتو انډول ولیکو او که نه کار ورسره ونه لرو، لکه تراوسه مو، چې ورسره نه دي لرلی او که لږترلږه په هغه اڼدول یې باید وپوهېږو.

یادونه: نومجوړونې هرومرو ناسمې دي. په دې هکله مې د ټولو جوړشوو ویونو یو کتاب لیکلی.

په خواشیۍ باید ووایم، چې نه یې څوک ردوي او نه یې هغه زیاتو یې په خپلو لیکنو سم کړي، بیا یې هم وګورئ.

زما کتابونه هم وګورئ او که څه درته ناسم برېښېده، نو اندونه به سره ګډ کړو، ژبه د ټولو ده او د یوه یاڅو کسانو ملکیت نه دی، راځئ، چې په ګډه یې ستونځې بي ولټوو، له دې امله مې برېښناپته.

زما برېښنا پته: smakhan[email protected]  

زما لیکنې او ژباړې که د هغه مسلک له مخې درته مناسب او ښې نه برېښي، هغه مو خوښه، خو دا چې په دې شمېر پوهنیز او فزیکي نومونو د پښتو په انډول پوه شو، خو دا هم اړیین دی، چې ویې ګورئ او ډېر یې وګورئ، دا ژبمینوال او ژبپوهان هم  سم او ناسم انډول دې یې راته په ګوته کړئ، که مینده مو. 

یوه پای یادونه : که چېرې  د ژبې ویونه ډ ډېر وخت لپاره او بیا په پوهنو کې ونه کارول شي، نو دا په ژبه کې له منځه ځي او همداسې به ورورو دا نور هم له کاره وځې، چې بیا د ولس لپاره د ژبې، د خپلې ژبې اړتیا له منځه ځي او دا ژبه پخپله ورورو له منځه ځي. دا اوس هم که تاسو زموږ د پښتنو لیکنې وګورۍ، هغه دباندني ویونه هم ډېر کارول کیږي، چې خپله پښتو انډول یې روښانه شته وي. لیکنو ته پام وګړۍ، خو ځان ته به هم ګوته ونیسم، چې زه نه پوهېږم، زما لیکنې به څومره له دې امله هم چې دباندني یا د بلې ژبې ویونه نه کاروم، نیمګړې وي او د کوم د خپلې ژبې لپاره مې باید کوم د بلې ژبې وی کارولی وی. مرستې ته مو هرکلی کوم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب