جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلومړی باید په اوربند هوکړه وشي؛ طالبان د ۷ زره نورو بندیانو...

لومړی باید په اوربند هوکړه وشي؛ طالبان د ۷ زره نورو بندیانو په خلاصون ټینګار کوي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۹) د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون دوحه کې د سولې خبرو ته په اشارې وايي چې مرکچي ډلې باید په مذاکراتو کې لومړی په اوربند توافق وکړي.

دغه کمېسیون نن چهارشنبې د بشري حقونو د نړیوالې ورخې او د جګړې د قربانیانو د یاد ملي ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه خواوې باید ژر تر ژره د تاوتریخوالي د ختمولو او اوربند هوکړې ته ورسېږي.

دغه بنسټ ټینګار کوي چې د سولې مذاکراتي پلاوي باید د خپلو خبرو او پرېکړو بنسټ اساسي قانون، د بشري حقونو نړيواله اعلاميه او نړیوال تړونونه وټاکي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر ویلي، چې مذاکراتو کې باید د تاوتریخوالي د کمېدو او اوربند ټینګېدو په اړه بیړني ګامونه واخیستل شي.

بلخوا طالبان وايي چې حکومت باید د دوی ۷ زره نور بندیان هم خوشې کړي، خو افغان حکومت ویلي چې د طالبانو دا غوښتنه له وخت مخکې ده.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه بیان کې ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل په صورت کې د اووه زره بندیانو د خوشې کېدو خبره د دوحې هوکړې یوه برخه وه او داسې ژمنه شوې وه چې په درېیو میاشتو کې د ننه به پاتې اووه زره طالب زندانیان خوشې کېږي.

د ښاغلي مجاهد په خبره، دا چې په بین الافغاني مذاکراتو کې پرمختګ شوی دی مقابل لوري ته په کار ده چې د سولې پروسه کې د پرمختګ لپاره د دوی د بندیانو خلاصون لړۍ پیل کړي.

بیان زیاتوي، مقابل اړخ دې د خنډونو جوړولو پر ځای د سولې پروسې بریا لپاره د دوحې هوکړې ژمنې په بېړه او رښتینې توګه عملي کړي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون د اوربند او طالبان د خپلو بندیانو په خلاصون په داسې مهال ټینګار کوي چې تازه د افغانستان په څو ولایتونو کې یو ځل بیا د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

افغان چارواکي وايي مخکې چې حکومت له خپلو زندانونو کوم ۵ زره بندیان خوشې کړي ډېر هغه یې د جګړو ډګر ته ستانه شوي چې سوړ جنګ یې تود کړی دی.

تازه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د جګړو راپورونه ورکول کېږي.

دا نژدې یوه میاشت کې دویم ځل دی چې د کندهار په دغه ولسوالۍ کې جګړې کېږي.

د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، سلګونه طالبان ارغنداب ته ننوتي دي او له تېرو دوو ورځو راهیسې یې سختې جګړې پيل کړې دي او سلګونه کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

5 COMMENTS

  1. حکومت د طالبانو او امریکا تر منځ د دوحې تړون ملاحظه کړی او منلی دی.
    مخکې پنځه زره خو شي شول، مطابق د تړون
    اوس به اووه زره نور هم خوشي کیږي. که جګړه سړه وي که توده.
    هغوی چې د تړون له محتویاتو ناخبره دي، هرڅه چې یې زړه شوو، وایې یې او یا هم خپله ارزو را مخته کوې.

    لوړ پوړي حکومتیان بیا د سبوتاژ له مخي یوه بله ناپړیته ور خطا کړي.
    اوس به هغه څه کیږي چې د امریکا او طالبانو خوښه وي.

  2. د طالبانو مشرا ن باید د شریعت اسلامی ، د افغانستان د مشورتی لوی جرګی ، او دافغانستان د ملت د غوښتنی مطابق سمدلاسه اوربند ته چمتو شی ، لکه څنګه چه د افغان اسلامی جمهوری دولت د پخوانه اوربند ته آماده ګی ښولی . لکه څخګه چه د طالبانو مشرانو د امریکایانو سره اوربند وکړ ، نو د افغانستان ددولت او ملت سره باید مخکی اوربند کړی وای . او ترڅو چه اوربند ونکړی د بندیانو د آزادولو سوال نه پیداکیژی ، ځکه مخکی ۵۰۰۰ طالب زندانیان چه د افغانستان د مشورتی لوی جرګی د فیصلی مطابق آزاد شول ، اکثره یی بیرته دجنګ لیکو ته ولاړل ، په ځای ددی چه باید د طالبانو مشرانو اوربند کړی وای ، برخلاف د طالیانو د مشرانو د تعهد او ددغه بندیانو د قسم اخیستلو نه وروسته چه دوی به بیا به هیڅکله هم د جنګ لیکو ته نه ځی ، د جنګ خطونو ته ولاړل ، او جنګ شدت وموند ، نتیجه یی افغان وژنه ده. سره ددی چه د جهان اسلام علماؤ ، د افغانستان علماؤ دغه جنګ حرام بللی ، خو د طالبا نو مشران د افغانانو د وژنی نه لاس نه اخلی . نو په کارده چه نورطالب بندیان آزاد نشی .

  3. په اوربند کې د دواړو خواوو یعنې افغانانو او طالبانو ګټه ده . نه بهد د افغانستان د دولت عسکر او نه به ملکیان او نه به طالبان وژل کیږي . الهي امر به هم پرځای شي . بیګناه انسانان به وژغورل شي . انسانان تر ټولو موجوداتو اشرف المخلوقات او با ارزښته موجودات دي ټول باید کوشش وکړي چې خپل خلک ونه وژني .
    هغوی چې بندیان دی ، لږ تر لږه د هغوی ژوند خو په خطر کې نه دی . تور او سپین لستونه به هم پاک شي خو سوله تر ټولو مهمه ده . نور به زمونږ هېواد نه ویجاړیږي . اوس که طالبان سیاسي درایت ولري باید ځانونه ثابت کړي چې افغانان دی او افغانستان ته ژمن دي . که افغانان ژوندي وي دولت ، قانون او نظام به جوړ شي او که افغانان ووژل شول بیا نو کنډوالو او هدیرو ته څوک نظام ، دولت ، قانون او اقتصاد نه جوړوي .
    د افغانستان خلکو ته د دوحې تړون هېڅ اهمیت نه لري . مونږ ته سوله ، اوربند او انسانیت مهم دی .

  4. د اوربند غوښتل ښه خبره خو بد عاقبت لری. ښه خبره باید د خپل شخصی هدفونو او د بل طرف په ضد استعمال نسی.
    محمد سیب ښه خبره کړی.
    زه و دی ته حیران یم چه د بشری حقوقو په دی آزاد اورګان کی داسی د عقل او آزادی خاوند نسته چه د جکومت او پردیو جنګمارانو خبری تکرار نکړی او د رښتونی سولی طرفدار سی. مونږ پوهیږو چه داسی شرطونه د سولی دپروسی سستول دی او د زرهاوو افغانانو مرګ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب