جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهچارواکي: سبا د هرات ـ خواف رېل پټلۍ درېیم فېز پرانیستل کېږي

چارواکي: سبا د هرات ـ خواف رېل پټلۍ درېیم فېز پرانیستل کېږي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۹) هراتي چارواکي وایي ټاکل شوې چې، د هرات – خواف رېل پټلۍ درېیمه قطعه سبا د یو لړ مراسمو پرمهال کې ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.

دوی وایي چې، له دې سره به هم مهاله د رېل پټلۍ څلورم پړاو چارې هم پیل شي.

بل لورته د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف وایي چې یاده ریل پټلۍ نه یواځې ایران او افغانستان، بلکې سیمې ته هم د اهمیت وړ ده.

ظریف دغه راز زیاتوي چې یاده رېل پټلۍ د دې ترڅنګ چې د خلکو د تګ راتګ او د سوداګرۍ د ودې لامل وګرځي، د سیمې ثبات او پرمختګ کې به هم مرسته کوي.

دا رېل پټلۍ داسې مهال پرانیستل کېږي چې، څو ورځې وړاندې له ایران څخه په لومړي رېل کې د سیمنټو ۴۰۰ ټنه افغانستان ته را وارد شول.

د یادونې ده چې ايران وړمه د افغانستان د رېل پټلۍ د کار کوونکو د روزنې ژمنه هم کړې وه.

ایران ویلي وو چې په لومړي قدم کې به د افغانستان د رېل پټلۍ ۴۶ کارکوونکي و روزي.

https://taand.net/%d9%84%d9%87-%d8%a7%db%8c%d8%b1%d8%a7%d9%86%d9%87-%d8%af-%d8%b1%db%90%d9%84%da%ab%d8%a7%da%89%d9%8a-%d9%be%d9%87-%d9%88%d8%b3%db%8c%d9%84%d9%87-%d8%af-%d9%84%d9%88%d9%85%da%93%d9%8a-%da%81%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب