جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهتر راتلونکو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کورونا واکسين لومړۍ جوپه...

تر راتلونکو ۷ مياشتو به افغانستان ته د کورونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي

تاند (چهارشنبه د قوس ۱۹) د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي تمه کېږي چې تر راتلونکيو ۷ مياشتو به هېواد ته د کورونا واکسين لومړۍ جوپه راورسېږي.

روغتیايي مسؤلانو له خلکو غوښتي چې تر هغه وخته باید خپل صحت ته توجه وکړي او د کورونا د مخنیوي په خاطر له ماسک څخه استفاده وکړي.

دغه څرګندونې د عامې روغتیا وزارت ویاند اکمل سمسور نن چهارشنبه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وکړې.

د ښاغلي سمسور په خبره نړیوال بانک او له کورونا ويروس سره د مبارزې نړیوال ایتلاف د افغانستان لپاره د کورونا واکسین دوه سرچینې دي چې په راتلونکيو دوه کلونو کې به نږدې ۴۰ سلنه افغانان له دغه واکسین څخه برخمن شي.

نوموړي وویل، که بازار ته د کورونا د واکسین عرضه زیاته شوه، هغه اندازه چې افغانستان ته واردېږي زیاتوالی به پکې راشي تر څو ډېرو خلکو ته تطبیق شي.

سمسور زیاته کړه چې دغه واکسین له کورونا سره د مبارزې نړیوال ایتلاف له خوا افغانستان ته په وړیا توګه ورکول کېږي.

هغه وویل، د کورونا واکسین د جوړېدو لپاره نړیوال بانک ۱۰۰ میلیون ډالر او د آسیا پراختیايي بانک ۵۰ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

د اکمل سمسور په خبره په هغه صورت کې چې د کورونا واکسین اړتیا مشخصه شي د افغانستان دولت به د نور واکسین د اخیستو په موخه اقدام وکړي.

په ورته مهال د عامې روغتيا وزارت وياند د ياد ويروس د دويمې څپې د لوړوالي خبر ورکوي او وايي چې خلک باید ډېر محتاط واوسي او هغه لارښوونې مراعات کړي کومي چې روغتیا پالان ورته وي.

شاوخوا یوه میاشت کېږي چې په افغانستان کې د کورونا دویمه څپه پیل شوې ده. چارواکي وايي چې د تېرې اونۍ په پرتله د کورونا ویروس په پېښو کې لس سلنه زیاتوالی راغلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب