جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا برادر: تور لېست، پاتې بنديان او د سولې ضد تبليغات د...

ملا برادر: تور لېست، پاتې بنديان او د سولې ضد تبليغات د سولې پر وړاندې ستر خنډونه دي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱۹) د وسله والو طالبانو د قطر دفتر مشر ملا برادر چې، نن یې د بشري چارو او شخړو د څېړنو مرکز له لوري جوړ شوي آنلاین ویډیويي کنفرانس کې ګډون کړی وو ويلي چې، اسلامي امارت له پیله سولې ته ژمن و او همیشه یې د خبرو اترو له لارې د ستونزې د حل غوښتنه کړې ده.

ملا برادر په خپلو خبرو کې په قطر کې د سیاسي دفتر پرانیستل، له امریکا سره د دوحې تړون او د بین الافغاني مذاکراتو پیلول یې بېلګې یادې کړي.

هغه همدا راز ويلي: 《 دوي افغان شموله اسلامي نظام غواړي چې مهم مسئوليتونه به يې د ولس او خلکو خدمت، د ملي شتمنیو او عام المنفعه تاسیساسو حفاظت ‏د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو حقوق، د ځوانانو د ظرفیتونو لوړول او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرول.》

نوموړي زیاته کړې د بیان ازادي باید له اسلامي اصولو او ملي منافعو سره په ټکر کې نه وي.

ملا‏برادر د خپلو خبرو پر دوام وایي:《 دوي نه غواړي چې هیواد د سیمې او نړۍ د هیوادونو د ناسالم رقابت او سیالیو ډګر وي، اسلامي امارت د نورو هیوادونو په چارو کې مداخله نه کوي او نه نورو ته اجازه ورکوي چې د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.》

‏په پای کې نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوي د دوحې تړون پر اساس د بین الافغاني مذاکراتو ادامې ته ژمن دی.

د یادونې ده چې په دې کنفرانس کې له بېلابېلو هیوادونو څخه تر پنځوسو کسانو ګډون درلود.

2 COMMENTS

  1. ای ولسه پر دغه نا اهله مزدورانو کرایی قاتلینو باور مه کوی۰
    ګل بدین ټول امتیازات واخستل د تورلیست بیرون شو خزبیانو ته یوه یوه نمره ځمکه ورکړل شوه۰
    بادیګاردانو معاشونه کور اومصارف اخلی هو هو هو ټوپکیار اوس هم د پنجاب په مدافع وکیل توګه
    تبلیغ کوی۰ طالیب هم امتیازات غواړی او اخلی یی مګر د وطن ورانولوپروګرام سرکونه ورانول افغان وژنه په پریمانه پیمانه پرمخ بیایی ۰
    مرګ په دغه جنایت کارانو
    د تاند ویب پاڼی دکارکونکو نه مننه

  2. د سولې پر وړاندې چې هر څوک خنډونه جوړوي خیانت کوي، د شورای نظار لنډه غر، غني او دواړه مرستیالان د سولې مخالفین دي، دوی د افغانانو پر وینو تجارت کوي او له همدې لارې غواړي چې قدرت کې پاتې شي، بل لوری طالبان هم پر خپلو شرطونو کلک ولاړ دي او هر څه په خپله خوښه غواړي، کله چې دوه کسان یا دوه ګروپونه سوله کوي بیا سر ټنبګي نه ده پکار او انعطاف باید وښيي دا انعطاف باید د خلکو او هیواد لپاره وي موږ پر طالبانو غږ کوو چې جګړه بیخي کمه کړي، بریدونه ودروي او د سولې مذاکراتو کې له زړه ونډه واخلي دا په یاد لرئ چې هره ورځ دلته بې ګناه افغانان وژل کیږي افغان وطن بربادیږي او دغه ټول تاوان بېرته دولت او طالبانو ته راجع دی، نو ښه خبره داده چې سوله ضد اشخاص منزوي شي او سوله خوښي سوله وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب