شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ《بېګ باش》 پیلېږي

د اسټرالیا کرکټ غوره لیګ《بېګ باش》 پیلېږي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۱۹) د اسټراليا کرکټ غوره لیګ سیالۍ یا بېګ باش نن (پنجشنبه، د دسمبر په لسمه) پیلېږي.

بېګ باش د نړۍ له مشهورو سوداګریزو سیالیو شمېرل کېږي چې، تر آی پي اېل وروسته ډېر مینه وال لري.

په دې لیګ کې شپږ افغان لوبغاړي راشد خان، محمد نبي عیسی خېل، مجیب الرحمن ځدران، ظاهر خان او نور احمد لکڼوال هم پېرل شوي دي.

له یاد شمېر افغان لوبغاړو مجیب الرحمن به تر هغې نه لوبېږي څو له کورونا ناروغۍ نه وي روغ شوي.

مجیب الرحمن څو ورځې وړاندې په کورونا ناروغۍ اخته شوی او اوسمهال قرنطین دی او تر درملنې لاندې دی.

د مجیب الرحمن د روغتیا په اړه تازه څه نه دي ویل شوي خو تېره ورځ نوموړي ویلي وو چې حالت یې ښه دی او تر رغېدو وروسته به له خپلې لوبډلې سره یوځای شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب