شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهناټو وايي، طالبان په بریدونو د سولې پروسه ګواښي

ناټو وايي، طالبان په بریدونو د سولې پروسه ګواښي

تاند(پنجشنبه، د قوس ۲۰) ناټو وايي، د طالبانو له لوري د حملو زیاتوالی د افغانستان د سولې تازه پیل شوې پروسه ګواښي.

د نیوزویک د راپور له مخې، ناټو دا خبره په یوه اعلامیه کې وروسته له دې کړې چې تېره اوونۍ په دوحه کې د افغانستان د دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د سولې د رسمي خبرو د پیلولو لپاره موافقې ته ورسېدل.

تېره میاشت د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د سرمفتش (سیګار) دفتر په یوه راپور کې وویل چې په وروستیو درو میاشتو کې د طالبانو بریدونه په سلو کې ۵۰ زیات شوي او دې ډلې ژورنالیستان هم وژلي دي.

د نیوزویک د راپور پر اساس، ویل کېږي چې په هلمند کې د ازادي راډیو فعال او ځوان ژورنالیست الیاس داعي هم طالبانو وواژه. طالبانو د داعي د وژلو مسوولیت په غاړه وانه خیست خو رد یې هم نه کړ.

د تاوتریخوالو د زیاتېدو په اوج کې ناټو ویلي، هیله لري چې د دوحې خبرې په افغانستان کې د دایمي سولې او د څو لسیزو جګړې د پای ته رسېدا سبب شي.

ناټو د افغانستان د دولت او طالبانو د مرکچي پلاوو د موافقې او د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا د جوړېدا هرکلی کړی او هغه یې په افغانستان کې د تلپاتې او ټولشمولې سولې لور ته مهم ګامونه بللي دي.

ناټو دا هم ویلي چې د خبرواترو په نتیجه کې حللار د دایمي سولې لپاره یوازینۍ هیله ده خو تاوتریخوالی په ځانګړي ډول د طالبانو له لوري تشدد باید ودرول شي ځکه چې دا تاوتریخوالی د سولې پروسه ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب