یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهولسمشر ته د فرهاد دریا لیک؛ ښوونځي په مدرسو مه بدلوئ

ولسمشر ته د فرهاد دریا لیک؛ ښوونځي په مدرسو مه بدلوئ

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۸) د هېواد وتلي سندرغاړي فرهاد دریا په خپله فېسبوک پاڼه ولسمشر ته په لیکلي ليک کې ویلي، د پوهنې وزارت لخوا له اول تر درېیم ټولګي پورې زده کوونکي جوماتونو ته لېږدول سمه پرېکړه نه ده.

د هیواد وتلی سندرغاړی فرهاد دریا ولسمشر غني ته په یو لیک کې وايي، د پوهنې وزارت فیصلې پر بنسټ د هغه کلیو او بانډو کې چې هلته ښوونځي نشته ماشومان له لومړي څخه تر دریم ټولکي پورې به په جوماتونو کې زدکړې کوي ډیری هغه کلي چې هلته ښوونځي نشته، د دښمن تر ادارې لاندې دي او د زیاتو کلو ځیني ملا امامان يي د دولت تسلط څخه لري او د پاکستان مشکوکو مدرسو څخه فارغ او لیږدول کیږي.

دغه راز نوموړي زیاته کړه، څرنګه کولای شو مطمین اوسو په دې درې کالو کې ماشومان مو د ښوونځيو، علم او زدکړې پر ضد نه تربیه کیږي، څرنګه مطمین کیداې شو چې ماشومان مو د پاکستان انتحاري روزنې مشکوکو مدرسو استادانو لخوا جذب او ذهنونه یي نه مینځل کیږي.

دریا زیاته کړه، ددی لپاره چې ماشومانو څخه مو په هغه کلو کې چې دولت هلته اختیار نلري جنسي ګټه نه پورته کیږي له کومه اطمینان لاس ته راوړو.

دا په داسې حال کې ده چې د پوهنې وزارت دې پریکړې د ډیرو خلکو غبرګون يي راوپاروه او خلکو وویل دا پریکړه ددې لامل کیږي چې د زدکړې نوی سیستم ته ضربه ورسوي، زدکوونکي له ساینسي علومو لري پاتې کیږي او دا چاره به افغانستان شاته یوسي.

خلک پر دې باور دي چې پوهنې وزارت ددې لپاره چې په تعلیمي نصاب کې اسلام ته لا نور هم ځاې ورکړي کولاې شي اسلامي مضمونونه په نصاب کې زیاتې کړي چې په ښوونځیو کې د تکړه او متخصص استادانو لخوا تدریس شي ځکه چې په جوماتونو کې د ښونې ځانګړې سیستم نشته او ډیرې مولویان هم د دولت له ولکې وتلي دي.

دغه راز د بشري حقونو کمیسیون هم په دې تړاو غبرګون ښکاره کړ او ويلي يي دي چې پوهنې وزارت دی د خلکو څخه له نظر اخیستو پرته او په خپل سر پریکړه دې نکوي.

1 COMMENT

  1. – همدې يریګړې دهرکلی په خاطر له پاکستان نه ډله ،ډله ( ملا لنډیان) راروان دی اودرګرده خپلې څڼې غوړوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب