جمعه, دسمبر 12, 2025
Homeخبرونهعبدالله: د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت وروستۍ پرېکړه بشپړه ناسمه...

عبدالله: د ښوونځیو په اړه د پوهنې وزارت وروستۍ پرېکړه بشپړه ناسمه ده

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۸) د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر د ښونځیو په اړه د پوهنې وزارت پر وروستۍ پرېکړې نیوکه کوي او دا د هېواد راتلونکي ته په زیان بولي.

عبدالله عبدالله چې همدا شېبه (۱۰ بجې او ۲۰ دقیقې)  یې په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوې غونډې ته خبرې کولې وویل یاده پرېکړه د پرمختګ پرځای راتلونکی نسل شاه تګ ته هڅوي.

عبداالله عبدالله داسې مهال دا نیوکه کوي چې، څو ورځې وړاندې د پوهنې وزارت په یوه نوې طرحه کې ویلي وو چې، له لومړي تر درېیم ټولګي پورې به زده کوونکي دیني مرکزونو ته لېږدوي.

یاده پرېکړه په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه لري.

د ټولنیزو رسنیو کارونکي وایي، دوی دیني مرکزونو ته احترام لري خو زیاتوي چې باید عصري زده کړې په ښوونځیو کې ترسره شي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میرمن قمرګلې د تلین په مناسبت د هغې هنر ته کتنه| اسیه محرابي

د ارواښادې مېرمن قمر ګل د درېیم تلین په مناسبت د اغلې محرابي دا لیکنه بیا خپروو. تاند مېرمن قمرګلې له ماشومتوبه د خپلې هنرپالې...