یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد طالبانو غوښتنو ته ارګ غبرګون ښودلی

د طالبانو غوښتنو ته ارګ غبرګون ښودلی

تاند(سه شنبه، د قوس ۱۸) ارګ د طالبانو هغه غوښتنې ته چې په لسو ورځو کې دې افغان حکومت د دوی اووه زره بندیان خوشې کړي غبرګون ښودلی دی.

د ولسمشر وياند صدیق صدیقي تېر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، طالبان باید اوربند ومني چې په هېواد کې جګړه ودرېږي له هغه وروسته به پر نورو موضوعاتو بحث کوي.

نوموړي دغه راز زیاته کړه، افغان حکومت تل د سولې په برخه کې کار کړی دی او د ښه نیت په موخه یې د طالبانو ډېرې غوښتنې منلې دي، او په وینا یې اوس د طالبانو وار دی چې اوربند وکړي او په هېواد کې روانه جګړه ودرېږي.

هغه وایي، د طالبانو لخوا د اووه زره بندیانو د خلاصون خبره تر وخت مخکې ده او په وینا یې وروسته تر هغه چې اوربند وشي پر ورته موضوعاتو به بحثونه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ په کابل کې د امریکا سفیر راس ویلسن له خبریالانو سره په یو ویډیویي کنفرانس کې ویلي و چې طالبان غواړي د دوحې تړون له مخې تر راتلونکو لسو ورځو پورې د دوی ټول بندیان ازاد شي.

هغه دغه راز ویلي و چې افغان حکومت که د دوحې تړون له طالبانو سره منلی وي بیا اړ دی چې د زندانیانو د خوشې کولو سره سره نور ورته مسایل هم ومني.

1 COMMENT

  1. دا هسي ‌‌‌‌‌‌ډرتي پرتي دي، ګورۍ به یې چې اووه زرا طالبان به جګ سر له زندانونو څخه را ووزي.

    کله چې د دوحې تړون منې، بندیان نه خلاصوې، پرځان ریشخند پخپله وهې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی