یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeخبرونهد کورونا دوهمې څپې په اړه اندېښنې، ولسمشر د جدي اقداماتو سپارښتنه...

د کورونا دوهمې څپې په اړه اندېښنې، ولسمشر د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې

تاند (سه شنبه، د قوس ۱۸) ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې، ولسمشر غني د کورونا دوهمې څپې پر وړاندې د مبارزې لپاره د هر اړخیزه چمتووالي سپارښتنه کړې ده.

خبرپاڼه کاږي ولسمشر دا سپارښتنه تېره ورځ ناوخته د کابینې په غونډه کې مسوولانو ته کړې ده.

سرچینه زیاتوي چې، به دې غونډه کې پرېکړه شوې چې د کورونا وبا د کنټرول لپاره به له ټولو امکاناتو کار اخیستل کېږي څو افغان حکومت وکړی شي د دغه وبا خطرونه راکم کړي.

سرچینه وایي، ولسمشر په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې چې، له ټولو ولایتونو سره همغږي ولري او امکانات ورته برابر کړي.

له دې وړاندې د کورونا د لومړۍ څپې پرمهال د مالي او روغتیایي خدماتو د کمښت په اړه ډېرو خلکو شکایتونه لرل.

که څه هم هغه مهال د فساد غږونه پورته شول خو عام خلک وایي هغه ډول چې لازمه وه چارواکو د تېر شوي فساد په تړاو وضاحت ور نکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب